د افغانستان په غزني ښار باندې د طالبانو له برید وروسته، اوس پر سوشل میډیا داسې ویډیوگانې راوتلي چې ښیي په دې جنگ کې د ځینو وژل شویو پاکستانیانو مړي، پاکستان ته رسیدلي دي.
ېوه ویډیو چې په ټویټر او فیسبوک کې ډېره خپره شوې، گڼ شمیر خلک ښیي چې د شپې په تیاره کې، ورته امبولانسونو مړي راوړي دي. په ویډیو کې لیدل شوي کسان، د طالبانو بیرغونه اوچت کړي دي.
په واشنگټن کې د افغانستان د سفارت کلتوري اتشه مجید قرار، پخپل ټویټر کې د دغې ویډیو د خپرولو څنگ ویلي چې «په ٢۴ ساعتونو کې، د ١٠٦ پاکستاني ملیشو مړي له غزني ښار نه پاکستان ته لیږدول شوي»، او په یاده ویډیو کې چې د مړي انتقال لیدل کیږي، هغه «د پیښور د بډه بیرې له متني سیمې صادق خان ولد طاووس خان جنازه ده چې په غزني کې وژل شوی دی.» مجید قرار دا هم ویلي چې صادق خان د پاکستان د سرحدي ځواکونو (اېف سي) غړی و.
Dead bodies of 106 Paki militias were transferred from Ghazni to Pakistan during the past 24h only. This is the funeral of Sadiq Khan s/o Tawos khan from Matani, Badhabera, Peshawar who was killed in Ghazni. He was a member of the Paki frontier corps. pic.twitter.com/SdN6T0mKJb
— Majeed Qarar (@MajeedQarar) August 13, 2018
په همدې حال کې د غزني ښار د پولیسو مشر، کرنل فرید مشعل خبریالانو ته په خپلو خبرو کې د دې پخلی کړی چې د غزني په جگړې کې پاکستاني جنگیالي هم وژل شوي دي. کرنل مشعل زیاته کړې ده: «ډیر مړي د غزني پر سړکونو خواره پراته دي، چې په هغو کې چیچنیایان او پاکستانیان هم شته.»
خو په پیښور کې پاکستانی څیړنکار، مشتاق یوسفزی وایي چې په غزني کې وژل شوي پاکستانیان ښایي هغه کسان وي چې له پخوا څخه د طالبانو ملگري پاته شوي و. ښاغلي یوسفزي امریکا غږ ـ ډیوه ته وویل: «داسې ډیر خلک شته چې د هغو له افغان طالبانو سره پخوانۍ اړیکې دي او ورسره یوځای جنگ کوي او ملگرتیا کوي. زما په خیال سره، سړی دا نشي ویلای چې دا به د حکومت خلک وي، هغه د هرچا شخصي او ذاتي خواهشات دي چې طالبانو سره یوځای کیږي.»
بل پلو ته د افغانستان د استخباراتو یو پخوانی مشر، جنرال رحمت الله نبیل ویلي چې د غزني د جگړې د طالبانو زخمیان، د پاکستان روغتونونو (هسپتالونو) ته وړل شوي دي. ښاغلي نبیل پخپل ټویټر کې لیکلي چې: «طالبان د کوئټې او پیښور په دغو روغتونونو کې تداوي کیږي.» نبیل د یو شمیر هسپتالونو نومونه او آدرسونه هم لیکلي او زیاتوي چې په تیرو دوو ورځو کې په دغو هسپتالونو کې ډیره گڼه ده.
TBN are treated in Quetta & Peshawar hospitals of Sangin @ Alamo Chowk, Akram @ Zarghon Rd, Jailani @ satellite town, Imdad @ Baldia town, Hayatabad complex, Lady Reading, Khyber teaching, N/W General Khyber Medical, Dabagre Garden etc. These hospitals seems vry busy since 2 dys
— Rahmatullah Nabil (@RahmatullahN) August 14, 2018
بل پلو د پاکستان یو پخواني سنیټر او د عوامي نېشنل پارټۍ یو مشر، افراسیاب خټک په غزني کې د پاکستانیانو د وژل کیدو د رپوټونو په هکله د پاکستان له حکومت څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
Pak govt needs to explain reports about the dead bodies of Pakistanis coming in from the war in Ghazni and Pak fighters getting arrested. Is it the repetition of the Jalalabad fiasco in 1989? Pak Afghan Policy is an unmitigated disaster.CHNGE IT.
— Afrasiab Khattak (@a_siab) August 14, 2018
افراسیاب خټک پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي دي: «د پاکستان حکومت ته په کار ده چې د غزني له جگړې څخه د راوړل شویو پاکستاني مړیو او د نیول شویو پاکستاني جنگیالیو په هکله د رپوټونو وضاحت وکړي.»
ښاغلي خټک د غزني ښار روانه جگړه، په افغانستان کې د ٢٩ کلونو مخکې یوې جگړې سره پرتله کړې او ویلي یې دي: «آیا دا [د غزني جگړه] په ١٩٨٩ کې د جلال آباد جگړې د شرمناکې ماتې تکرار دی؟ د افغانستان په وړاندې د پاکستان پالیسي نده بدله شوې، بدله یې کړئ.»
د جلال آباد هغه جگړه چې افراسیاب خټک ورته اشاره کړې ده، د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر ضد د ننگرهار پر سرښار باندې د ټولو جهادي تنظیمونو گډه حمله وه چې پاکستاني فوجیان هم پکې برخه درلوده او ویل کیږي چې پلان جوړوونکي یې د آی ایس آی جنرالان و. هغه برید هم د افغان حکومت لخوا په شا تمبول شوی و.
اوس هم د افغانستان د پوځ مشر، جنرال محمد شریف یفتلي ویلي چې پر غزني باندې د طالبانو د حملې ترشا، د پاکستاني استخباراتو (آی اېس آی) لاس دی. جنرال یفتلي چې پخپله یې د غزني ښار د جگړې مشري پرغاړه اخیستې ده، زیاته کړې چې په غزني ښار کې افغان ځواکونو د لشکر طیبه ډلې جنگیالي هم وژلي دي.
که څه هم د پاکستان ملکي یا پوځي چارواکو تر اوسه د دغو الزاماتو په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې پاکستان تل دا خبره رد کړې ده چې گني د افغان حکومت په مقابل کې د طالبانو یا کومې بلې جنگي ډلې ملاتړ کوي. پاکستاني چارواکي وایي چې په گاونډ هیواد، افغانستان کې امن غواړي.
سربیره پر دې، د پاکستان پوځ پر ډیورنډ کرښه د اغزن مزي په غځولو او د کندو په شکولو هم لاس پورې کړی او وایي چې د دې کار نه یې مقصد، له پولې نه د تندلارو د تگ راتگ مخنیوی دی. خو افغان چارواکي بیا وایي چې د اغزن مزي د غځولو پرځای دې پاکستان پوځ د هغه هېواد دننه د ترهگرو مرکزونه په نښه کړي.
یادونه: د دې رپوټ په برابرولو کې خبریال ارشد مومند هم برخه اخیستې ده.