نریندرا مودي د افغانستان او سیمې په هکله له صدر ټرمپ سره خبرې وکړې

د هند د وزیراعظم دفتر په یو بیان کې ویلي چې وزیراعظم نریندرا مودي نن د گل یا اتوار په ورځ، د امریکا له صدر ډانلډ ټرمپ سره نیم ساعت د ټلیفون له لارې خبرې کړي دي.

د هند د سرکاري بیان ترمخه، په دې خبرو کې د نورو مسایلو ترڅنگ، نریندرا مودي د افغانستان د بیرته آزادۍ اخیستلو د سلمې کلیزې یادونه هم کړې او ټینگار یې کړی چې هند به "د یو واحد، امن، جمهوري، او ریښتوني آزاد افغانستان" دپاره کار کولو کې پر خپلو ژمنو کلک ولاړ وي.

که څه هم تر اوسه د امریکا د حکومت له خوا د دې خبرو په اړه کوم رسمي بیان نه دی جاري شوی، خو د وزیراعظم مودي د دفتر په بیان کې راغلي چې دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې چې دېرش دقیقې (مینټه) یې دوام وکړ، د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو په هکله ښه بحث درلود، او د سیمې د حالاتو په حواله مودي ویلي چې "په سیمه کې د ځینو معینو مشرانو لخوا د هند خلاف تشدد پاروونکې او انتهایي پسنده لهجې، د سولې په گټه نه دي."

بیان زیاتوي: "وزیراعظم [مودي] له ترهگرۍ او تشدد څخه د خلاص یو ماحول د جوړېدو او له سرحدونو څخه اوړیدونکې ترهگرۍ د بې استثنا مخنیوي پر اهمیت ټینگار وکړ."

د وزیراعظم مودي دفتر ویلي، هغه د هند دا ژمنه بیا تازه کړې چې هند به له هر هغه چا سره چې پر دې لاره روان وي، د غریبۍ، بیسوادۍ، او مرضونو سره په مبارزې کې همکاري کوي.

وزیراعظم مودي او صدر ټرمپ د هند او امریکا ترمنځ د تجارتي تعلقاتو پر پراخولو هم خبرې کړي دي.