افغانستان په لومړي ځل، د پاکستان د لارې پرځای، د چابهار له لارې هند ته تجارتي کاروان ولېږه

افغان صدر محمد اشرف غني د چهابهار راهدارۍ د پرانیستې دپاره نیمروز ولایت ته تللی و

د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د تجارتي توکو لومړنی کاروان د هند په لور وخوځېد. هند ته د ایران له لارې د افغاني توکو د لېږد په ویاړ د افغانستان په نیمروز ولایت کې یوه دستوره جوړه شوې وه چې په کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم برخه اخیستې وه.

صدر غني د پرانیستې په دې دستورې کې وویل: "افغانستان په وچه کې حصار هیواد نه دی، د اسیا زړه دی او د اسیا په څلور لارې به بدلیږي، او نن ورځ افغانستان له یو وارداتي هیواد څخه په صادراتي هیواد دبدلیدو په حال کې دی."

اشرف غني زیاته کړه چې ستره سرمایه ورته د افغانستان موقعیت دی او دا به په سترو اقتصادي چانسونو باندې بدلیږي.

د افغانستان د تجارت او صنعت نگران وزیر اجمل حمیدي د نیمروز له ابریشم بندر څخه د ایران چابهار بندر ته د روانیدونکي تجارتي کاروان پر مخ د لارې د پرانیستې پر مهال وویل چې په لومړي ځل به ۷۵۰ ټنه د افغانستان تجارتي مالونه په ۲۳ گاډو کې له نیمروز ولایت څخه د چابهار بندر ته تر رسېدو وروسته، په بیړیو کې هند ته لیږدول کیږي.

په ړومبي ځل، د افغانستان د تجارتي توکو ٢٣ گاډي د ایران چابهار بندر خوا ته وخوځېدل

د نیمروز والي د چابهار د راهدارۍ نه د گټې اخیستو پیل ورځ، د افغانستان د معاصر تاریخ د ویاړ ورځ وګڼله او ویې ویل چې د دې لارې په پرانیستې سره به افغانستان له جغرافیايي زندان څخه راووځي او یوځل بیا به په سیمه کې خپل جغرافیايي، سیاسي، او اقتصادي اهمیت تثبیت کړي.

د چابهار بندر په لور د راهدارۍ د پرانیستلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې به کابل کې د ایران هند او ترکیې او د یو شمیرو نورو هیوادونو سفیرانو استازو هم برخه اخیستې وه.

د ایران سفیر رضا بهرامي وویل د چابهار بندر ته به پراختیا ورکول کیږي او نه یوازې له دې بندر څخه به ایران، افغانستان اوهند د تجارت لپاره ګټه اخلي، بلکې دسیمې او مرکزي اسیا هیوادونو ته به د اقتصادي ودې اخیستو لپاره یو ښه فرصت وي.

نوموړي د ایران او افغانستان د اړیکو په اړه وویل:"د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې په ډیر ښه شکل قایمې دي. دا روابط په څو اصولو ولاړ دي. لومړی دولت په دولت، دویم متقابل احترام د افغانستان او ایران د دولتونو ترمنځ، اودرېیم مشترکې ګټې چې مونږ کولای شو د ګډو همکاریو په نتیجه کې یې لاسته راوړو او مونږ باید د همکاریو په پراختیا فکر وکړو."

چابهار بندر د هند په مالي لګښت او د ایران په تخنیکي مرسته جوړ شوی، چې افغان سوداګر یې د پاکستان د کراچۍ پر بندر اوس مهال غوره گڼي.

یاده دې وي چې افغانستان د نړۍ او د سیمې هیوادونو سره د چابهار بندر په ګډون د لاجوردو تجارتي لار د اوسپنې پټلی او د هوايي دهلیزونو(کورېډورونو) په ذریعه په تجارتي کچه نښلول کیږي او دا مهال په کې د (کاسا ـ ١٠٠٠) او ټاپي سترې سیمه ییزې اقتصادي پروژې (منصوبې) تر کار لاندې دي.