په کابل کې د افغان استخباراتي ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي

په کابل کې د ورستۍ حملې ذمه واري چا په غاړه لا نه ده اخیستې

په کابل کې د ورستۍ حملې ذمه واري چا په غاړه لا نه ده اخیستې

د افغانستان سرښار کابل کې حمله کونکي د هېواد د استخباراتي ادارې دوه کارکوونکي په ډزو ووژل او درې نور یې زخمیان کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیرات ترجمان وویل د گل، دوشنبې، په ورځ شوي حملې وروسته پولیس د پېښې ځای محاصره کړو او د برید کوونکي لټون یې پېل کړو.

د عیني شاهدانو ترمخه، د افغانستان د ملي امنیت ریاست کارکوونکي په موټر کې کار ته روان وو چې ډزې پرې وشوې.

په کابل کې د ورستۍ حملې ذمه واري چا په غاړه لا نه ده اخیستې.

په ورستي وختونو کې طالبانو او داعش وسله والو په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې په امنیتي ځواکونو او حکومتي هدفونو د حملو ذمه واري منلې ده خو چارواکي وايي دغه حملې ملکي خلکو ته زیات زیان اړوي.