د افغانستان په سرښار کابل کې د دیني علماوو پر یوې غونډې سخته خونړۍ چاودنه شوې چې د ځایي چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۴٠ تنه پکې مړه او له ٦٠ زیات کسان په کې زخمیان شوي دي.
دغه غونډه د کابل هوایي ډگر ته څیرمه، د اورانوس په نامه د ودونو په یو هال کې جوړه شوې وه او برخه والو پکې د اسلام د پیغمبر د زیږیدنې ورځ لمانځله. ځیني خلک وایي چې په دې غونډه کې خواوشا ١٠٠٠ کسانو برخه اخیستې وه.
د صحت وزارت چارواکو منلې چې تر اوسه پورې د ۴٠ تنو مړي، روغتونونو ته انتقال شوي دي.
ځایي چارواکي وایي چې ښایي د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي.
سمدستي د دې برید ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې. جزییات به یې وروسته خپاره شي.