د افغانستان په شمال کې په سرپل ولایت کې طالبانو د افغان پوځ او پولیس په پوسټونو حملې کړي دي او په نښتو کې ۱۱ امنیتي عسکر وژل شوي دي.
د سرپل والي عبدالقادر اشنا د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وي او ای انګریزۍ څانګې ته وویل د سرپل په دوو ولسوالیو کې د نمر خاته نه وړاندې حملو کې ۱۷ امنیتي عسکر زخمیان شوي هم دي.
اشنا وویل د حملو په نتیجه کې شروع شوي جګړې څو ګنټې دوام درلود او د حمله کوونکو هم تلفات شوي خو هغه نور تفصيل وړاندې نکړو.
په عین حال کې د افغانستان د معدنیاتو او تېلو وزارت وویل په لوګر ولایت کې د طالبانو په حمله کې اته امنیتي عسکر وژل شوي دي.
د وزارت ترجمان قادر مفتي وویل دغه برید د عینک په امنیت ګمارل شویو عسکرو وشو. په دغه سیمه کې د افغانستان د مسو تر ټولو لوې معدنیات پراته دي.
د لوګر او سرپل ترڅنګ طالبانو په کندهار کې هم په پولیس حملې کړې دي او لږ تر لږه اته پولیس یې وژلي او په ځوابې ډزو کې لږ تر لږه ۲۸ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په افغانستان امنیتي د طالبانو په حملو کې دا هفته ۷۰ عسکر وژل شوي دي چې په افغانستان کې د امن دپاره امریکايي کوښښونو ته یوه ضربه ده.
رپورټ وايي طالب وسله وال اکثر په چټکتیا د حملو ذمه واري په غاړه اخلي خو د دې هفتې د حملو یې نه تردید او نه یې تاید کړی دی.
رپورټ وايي په تشدد کې ورستۍ اضافه په داسې مهال شوي ده چې په دافغانستان کې د اوړي د جګړې موسم نژدې دی او په هېواد کې د کرونا وایرس خپرېږي. په افغانستان کې د کرونا وایرس ۱۲۰۰ کېسونه او ۴۰ مرګونه رپورټ شوي دي. ناقدین او چارواکي ګني چې په افغانستان کې د کرونا وایرس د ټېسټونو د کمي له امله تر اوسه د ناروغۍ کمې پېښې ریکارډ شوي دي او چې ممکنه ده چې د وایرس حقیقي شمېرې زیاتي و