په ننگرهار کې د تسلیم شویو داعش وسله والو نیمایي پاکستانیان دي ـ افغان چارواکي

افغان حکومت وایي له اته سوو نه زیات داعش وسله وال په ننگرهار کې ځانونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي

افغانستان وایي له دوی سره د داعش ډلې سلگونه پاکستانیان بندیان دي او که د خیبرپښتونخوا قبایلي مشران وغواړي، نو افغان حکومت تیار دی چې د دغو داعشیانو ښځې او ماشومان د پښتونولۍ له مخې او د جرگې له لارې، قبایلي مشرانو ته حواله کړي.

افغان صدر محمد اشرف غني هم چې څو ورځې مخکې ننگرهار ته تللی و، هلته یې وویل چې د داعش جگړه مارانو له ښځو او بچو سره به حکومت مناسب چلند کوي، هغوی به ساتي، د پاکستان حکومت ته به یې نه سپاري، او کیدای شي د پښتني جرگو له لارې یې د قبایلو مشرانو ته وروسپاري.

افغان چارواکو مخکې هم څرگنده کړې وه چې په افغانستان کې د پاکستان له اړخه کوم پښتانه چې د داعش جنگیالیو سره فعالیت کوي، زیاتره یې د اورکزیو سره تعلق ساتي.

دا ځل د ننگرهار د والي ویاند، عطا الله خوگیاڼی وایي د داعش وسله والو په تسلیم شویو کسانو کې چې شمېر یې سلگونو کسانو ته رسیږي، تر نیمایي یې د گاونډي خیبرپښتونخوا سره تعلق لري.

په ننگرهار کې د داعش جگړه مارانو ښځې او ماشومان چې افغان حکومت ته یې ځانونه سپارلي دي

خوگیاڼي له ډېوې سره په خبرو کې د دې تسلیم شویو کسانو د برخلیک په تړاو وویل، د داعش له تسلیم شویو جنگیالیو سره، دافغانستان د قانون له مخې چلند کیږي، خو د هغوی د ماشومانو او مېرمنو په تړاو که د کوزې پښتونخوا قبایلي مشران یې د ترلاسه کېدو غوښتنه وکړي، دوی به یې ورته وسپاري.

د ننگرهار د والي ویاند وویل: "د کوزې پښتونخوا هغه کومې مېرمنې او ماشومان چې دي، که چېرې د کوزې پښتونخوا مخور وغواړي، د یوې جرگې په شکل، مونږ کولای شو چې پرته له دې چې طرزالعمل (ضابطو) ته ډېره پاملرنه وکړو، د جرگې د عنعنوي ارزښت له مخې، د پښتني اړېکو له مخې، او د لوی افغانستان د ځانگړي درنښت له امله، دا کسان دوی ته وروسپارو."

د افغانستان د دفاع وزارت وایي په ختیځ ولایت ننگرهار کې د بېلابېلو ترهگرو ډلو، په ځانگړې توگه د داعش ډلې د وسله والو پرضد د یوې نیمې میاشتې مخکې پیل شوي عملیات، پای ته رسېدلي او په دې موده کې سلگونه داعش وسله وال افغان پوځ ته تسلیم شوي دي.

د ٢٠١٢ قول اردو ویاند، هارون یوسفي، د اتوار/یکشنبې په ورځ وي او اې ډېوه ته وویل چې د افغانستان د پوځ لخوا د شویو عملیاتو په پایله کې چې پرون یې وروستۍ ورځ وه، په تېرو ۴٥ ورځو کې، له ٨٠٠ زیات د داعش ډلې جنگیالي سره له ښځو او ماشومانو، ځانونه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

هغه زیاته کړه: "د ننگرهار په اچین کې د داعش وسله والو ټغر په پوره توگه ټول شو او تېر شوي عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل. همدا راز د عملیاتو په جریان کې له ٨٠٠ څخه زیات داعشیان د مېرمنو او ماشومانو په گډون، له گڼ شمېر وسلو سره یوځای ملي دفاعي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي."

د افغانستان ختیځ کې پوځي چارواکو ویلي دي چې د ننگرهار اچین ولسوالي دا مهال د داعش وسله والو له شتون څخه په بشپړه توگه پاکه شوې او خلک اوس کولای شي چې خپله عادي ژوند پیل کړي.

نږدې څلور کاله وړاندې، د داعش ډلې جگړه ماران د ننگرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې راڅرگند شول، او وروسته یې دلته دومره قوت پیدا کړ چې افغان حکومت به د اچین ولسوالۍ، په افغانستان کې د داعش وسله والو د مرکز په نوم یاداوه. له دغه ځایه بیا وروسته داعش ډلې خپل فعالیتونه د کونړ، نورستان، او یو شمېر شمالي ولایتونو سیمو ته پراخ کړل.