افغانستان کې دوه غيرملکي پوځيان وژل شوي دي

افغانستان کې دنيټو په مشرۍ موجودو غيرملکي پوځونو لخوا جاري شوي بيان کې وئيلى شوي دي چې دهيواد په يوه ختيزه برخه کې تندلارو په وړو وسلو سره بريد وکړو او يو پوځي يې ووژلو.

خو په دغه جاري کړل شوي بيان کې دوژل شوي پوځي قوميت نۀ دى په ډاگه کړل شوى دى.

همدغه راز نيټو په جنوبي افغانستان کې دسړک په غاړه دښخ بم دچاؤدنې له امله ديو کاناډائي پوځي دوژل کيدو پخلى کړى دى.

په تيرو نهو کلونو کې دافغانستان دننه دکاناډا 146 پوځيان وژل شوي دي.

ديو راپور له مخې سږ کال تر دې مهاله دطالب جنگيالو په بريدونو او دپوځي عملياتو کې 216غيرملکي پوځيان وژل شوي دي.

طالب جنگيالو ته دماتې ورکولو لپاره امريکا په افغانستان کې دخپلو پوځيانو په شميره کې پرله پسې اضافه کوي.
دامريکا ددفاع وزارت په يو تازه بيان کې ويل شوي دي په افغانستان کې دامريکائي پوځيانو شميره 94 زرو ته رسيدلې ده او په عراق کې دموجودو پوځيانو شميره 92 زره ده.