د نېټو چارواکي وايي افغان ځواکونه ترهگرو ته په ماتي ورکولو کې بریالي شوي دي

په افغانستان کې د نېټو عسکر

کابل ته د نېټو ورغلي پلاوي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونه بریالي وبلل.

افغان چارواکو ویلي د افغانستان د روان وضعیت د ارزونې په هدف د نېټو پلاوي په دوه ورځني سفر کې د بلخ او د هرات ولایتونو له سفر وروسته د ملي امنیت شورا له مشر حنیف اتمر، د دفاع او د کورنیو چارو له وزیرانو سره ولیدل.

دملي امنیت د شورا ویاند قادر شاه وویل افغانستان ته د نېټو په پلاوي کې چې د اروپايي هیوادونو لپاره دامریکايي ځواکونو قومندان، په نېټو کې دامریکا، جرمني، ایټالیا، ترکیې دایمي سفیران شامل دي ،له افغان امنیتي چارواکو سره یې له ترهګرۍ سره د مبارزې ، د سولې په پروسې اود سیمه ییزو همکاریو پردوام خبرې وشوې.

نوموړی وویل د نېټو پلاوي دافغانستان د وضعیت د ارزولو په پایله کې له افغان چاروکو سره په ګډه ناسته کې د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو له وړتیاو یې ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا چې دنېټو د پلاوي لخوا د افغانستان د روان وضعیت ارزونه به دافغانستان په روان وضعیت څه تاثیر ولري په اړه یې د ملي امنیت د شورا ویاند وویل، "د امنیتي همکاریو ،له ترهګرۍ سره د مبارزې ،د سولې پروسې په رابط د نېټو او افغان حکومت د نظرونو د تبادلې ناستې طبعا ګټورې وي او مونږ ډیر خوشبینه یو چې د دوی دا تازه لیدنه او هغه پرمختګونه چې له نږدې څخه یې ولیدل دا به ډیر ګټور تمام شي او د دوی په وروستیو پریکړو به مثبت اغیز ولري."

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند مرستیال جنرال رادمانش د نېټو د پلاوي دسفرهدف په افغانستان کې د پاکستان داستخبارتي لوبې له امله دګواښونو د کچې معلومول په ګوټه کړل.

راد مانش وویل، "دا پلاوۍ چې راغلي د افغانستان ټول مسایل ارزوي او همداراز دوی په دې هیدل غواړي چې رښتیا هم په افغانستان کې د پاکستان له لوري د استخبارتي لوبې په ترڅ کې ګواښونه رامنځته کیږي او کنه او وروسته د ناټو په کمیټه کې په دې غور کیږي او همدارنګه د ملي اردو تعلیم او تربیه ،مشورې اومالي مرستو په اړه بحث کیږي او دهغې له مخې له افغانستان سره خپلې مرستې جاري ساتي ."

دفاع وزارت وویل افغان حکومت د ترهګرۍ پرضد مبارزه کوي او له مرسته کوونکو هیوادونو څخه هم غواړي چې عملا له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وشي ترڅو وکولی شي په افغانستان کې ترهګرۍ ختمه کړي.