صدر اشرف غني:د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسبې فضا لپاره باید عملي گامونه پورته شي

صدر اشرف غني وویل دواړه هیوادونه خپل تعلقاتو کې نوی پیل وکړي

په کابل کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه سره په یو لیدنه کې د افغانستان صدر اشرف غني وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسبې فضا او د اعتماد د بیا پرځای کولو لپاره باید عملي اقدمات واخیستل شي.

صدر اشرف غني د اتوار، یکشنبې، په ماسپښین په ارگ کې د جنرل باجوه په مشرۍ کې کابل ته د تللي پاکستانۍ ډلې هرکلی وکړو او د پاکستاني مامورینو سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره د "نوي فصل" په نوم یاد کړو.

د جنرل باجوه او د صدر اشرف غني د لیدنې په اړه د صدارتي ماڼۍ یا ارگ مطبوعاتو ته خپر شوي بیان کې وویل په دې کې د "بیلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سیمې دامنیت، دوه اړخیزه اړیکو، سولې او ثبات، له تروریزم سره د مبارزې، د ترانزیټ او سوداګرۍ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځ مهالو او اوږدمهالو اړیکوپه اړه بحث او خبرې وشوې."

جنرل باجوه په داسې حال کې د کابل سفر وکړو چې د افغانستان او پاکستان تعلقات یو وارې بیا د تاوتریخوالي ښکار دي. دواړه هیوادونه په یو بل ترهگرو د پناه ورکولو الزامات لگوي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي د افغان طالبانو مشران او د حقاني ډلې وسله وال په پاکستان کې پراته دي او د هلته نه په افغانستان کې د افغان حکومت او د نړي والو ځواکونو خلاف د حملو سازشونه کوي.

پاکستان نه یوازې دا خبرې ردوي بلکې وايي د پاکستان حکومت مخالف وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونه لري او د هلته نه په پاکستان کې د ترهگرۍ حملې کوي.

هم ددې الزاماتو او جوابي الزاماتو په سبب د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو په وخت په وخت تاوتریخوالی رامنځته کیږي خو څیړونکي گڼي په سیمه کې ترهگرۍ د مخنیوي دپاره دواړه گاونډي هیوادونه په شریکا کوښښونه وکړي.

د جنرل باجوه سره په کتنه کې، اشرف غني د اعتماد سازۍ په ضرورت زور واچولو.

په دې اړه د ارگ بیان وايي "جمهوررئیس غني وویل، د رامنځته شوی مناسبې فضا په خاطر باید عملي ګامونه پورته او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا په واضح ډول رامنځته شي."

افغان مامورین د پاکستان نه دا گیله لري چې خپل لوظونه ته عملي شکل نه ورکوي.

د ارگ بیان وویل "په دې کتنه کې پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې هیواد یې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې چې ګډ ګواښ دی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د میکانیزم ملاتړ کوي ."

د افغانستان لپاره د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په خپله نوي تگ لاره کې په پاکستان زور اچولی چې وسله والو د حمایت پخوانی دریځ دې ختم کړي او افغان طالبان دې د سولي مذاکراتو ته کښینولو کې خپل کردار ادا کړي.

د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د خبرو اترو وړمبۍ ناسته په پاکستان کې شوي وه خو بیا د طالبانو د مشر ملا عمر په پاکستان کې د مرگ د خبر راڅرگندیدو ورسته دغه عمل وځنډیدو او لا بیا نه دی پیل شوی.

صدر اشرف غني وویل دواړه هیوادونه خپل تعلقاتو کې نوی پیل وکړي. "دواړو لورو په ټینګار سره وویل، باید په تېر کې بند پاتې نشو او اوسنیو شرایطو ته په کتو جدي اړتیا ده چې راتلونکي ته فکر وکړو او د هوسا راتلونکي لپاره په جدي ډول کار وکړو،" د ارگ بیان وویل.