په پاکستان کې دافغان کډوالو د اوسیدو موده شپږ میاشتې وغځول شوه

د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې له بیلابیلو هیوادونو اووه لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې یوازې له ایران څخه

دافغانستان دکډوالو او د ستنیدونکو چارو وزارت ویلي له ۲۰۱۸ میلادي کال وروسته په پاکستان کې د راجسټر شویو قانوني افغان کډوالو د استوګنې موده د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځیده.

دکډوالو وزارت وویل دغه پریکړه دافغان اوپاکستاني چارواکو په غونډه کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې وشوه. په دغه ناسته کې دافغانستان دکډوالو او د ستنیدونکو چارو وزارت معینې ډاکټرعالمه په مشرۍ کې افغان پلاوي برخه واخیسته.

دکډوالو او ستنیدونکو کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات له امریکاغږ ډیوې سره په خبرو کې وویل د ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبرمیاشتې ترپایه پورې په پاکستان کې دافغان کډوالو د اوسیدوقانوني نیټه پای ته رسیده خو د چهارشنبې په ورځ افغان اوپاکستاني چارواکو ترمنځ دشوې پریکړې سره سم د اوسیدو موده د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځیده.

نوموړي زیاته کړه "له یو اعشاریه ۴ ملیونو څخه زیات افغان ګډوال چې د ۲۰۱۸ میلادي کال ترپایه یې د اوسیدو نیټه پای ته رسیده دافغان اوپاکستانیو چاواکو ترمنځ د ګډې ګمیټې دشوې پریکړې له له مخې هغوی کولی شي چې په پاکستان کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د جون ترمیاشتې استوګنه ولري اوپه همدې موده کې په خپله خوښه هیواد ته راستانه شي ."

دګډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت اسلام الدین جرات زیاته کړه دتیرو دوو کلونو په پرتله دوزیراعظم عمران خان په مشرۍ دپاکستان نوې جوړه شوې کابینه دافغان کډوالو پروړاندې مثبت نظرلري.

جرات وویل "په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې دپاکستان رویه له افغان ګډوالو سره سمه نه وه نږدې ۱ میلیون افغان کډوال دناسم سیاست له امله دې ته مجبور شول چې افغانستان ته راستانه شي خودعمران خان په مشرۍ دپاکستان نوې کابینه دافغان کډوالو پروړاندې مثبت نظرلري او په هغه هیواد کې په زوره دافغان کډوالو دویستلو او دزور زیاتید د رامنځته کیدو پیښې کمې شوي دي او دا ځل چې په دې کمیټه کې کومه پریکړه شوې دهمدې ستونزو دنه رامنځته کیدو دمخنیوی لپاره هیله بښونکې ده."

دکډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت دمعلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې یو اعشاره څلور میلیونه راجسټرشوي او یو اعشاره دوه ملیونه ناراجسټرشوي افغان ګډوال په پاکستان کې استوګنه لري.

دې وزارت ویلي د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې له بیلابیلو هیوادونو اووه لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې یوازې له ایران څخه څلور لکه ۳۰ زره ،له پاکستان څخه ۴۰ زره، له ترکیې ۲۶ زره او له اروپايي اتحادیې څخه دوه لکه ۶۰ زره افغان کډوالو هیواد ته را ستانه شوي دي.