د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کې مشکلات څه دي؟

افغان ولسمشر اشرف غني او وزیراعظم عمران خان

پاکستان ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني سفر او هلته د وزیراعظم عمران خان سره د لېدو وروسته دواړو مشرانو د همکارۍ د نوي باب پرانستلو ژمنه کړې خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د لسیزو راهسې بې اعتمادي، پاکستان باندې طالبانو سره د ملاتړ تورونه او د ډیورنډ پولې دواړو غاړو ته د ترهگرو ډلو د موجودگۍ غوندې لانجمنې مسلې پرځای پرتې دي.

هم دغه وجه ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د تېرو دریو کالو راهسې پاکستان ته د سفر بلنې رد کړې دي. او هم دغه شان پاکستان هم څو واره په یاد هېواد کې د ترهگرۍ د ځینو پېښو تور په یو یا بل ډول په افغانستان اچولی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ په گډه پوله وخت په وخت جگړو او د یو بل پرضد بیانونو دا اړیکې تودې سړې کړې دي او بې باوري یې زیاته کړې ده.

عدم اعتماد او طالبان:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ لوی علت طالبان او وسله والې ډلې دي.

افغانستان د ډیر وخت راهسې وايي چې د وسله والو طالبانو مشران په پاکستان کې پناه ځایونه لري او د پاکستان د خاورې څخه په افغانستان کې د حملو سازشونه کوي. پاکستان دا خبره ردوي خو امریکا او افغانستان ته دا ډاډ هم ورکوي چې طالبان به خبرو په مېز کښېنوي.

په خپل نوبت، پاکستان وايی د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې پټن ځایونه لري. پاکستان وايي د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي مشران په ختیځ افغانستان کې مېشته دي. کابل هم د پاکستان دا تورونه ردوي خو د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په افغانستان کې د ډرون حمله کې وژل شوی و. افغان حکومت وايي افغان او پاکستاني طالبان دواړه اکثره په لرې پرتو سیمو کې د پاکستان پولې ته نژدې وجود لري او د حکومتي واک نه ډیر لرې دي.

په پاکستان کې د طالبانو د شوراگانو د موجودگۍ د تورونو سره سره امریکا او افغانستان دواړه وايي چې بله افغان ترهگره ډله حقاني نېټ ورک هم افغان پولې ته نژدې د خېبرپښتونخوا په نویو ضلعو کې فعالیتونه لري.

دې حالاتو د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري دومره زیاته کړې چې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي هم د پاکستان په بهوربن ښار کې په افغانستان کې د امن په موضوع د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډې ته وینا کې وویل چې د دواړو هېوادونو تعلقات د ډېر وخت راهسې موجودې بې اعتمادۍ متاثر کړي دي.

الزامات او ځوابي الزمات

پاکستان ته د افغان صدر د سفر نه څو ورځې وړاندې د پاکستان په بهوربن ښار کې د یو شمیر افغان سیاستوالو غونډه وکړه چې پکې زیاتره د اشرف غني سیاسي مخالفین او په صدارتي انتخاباتو کې د هغه ځینې حریفان شامل وو.

افغان چارواکي د پاکستان نه دا گیله هم کوي چې د افغانستان سره تعلقاتو ښه کولو دپاره خپل لوظونه په عملي توگه نه پوره کوي چې پکې د افغانستان له قوله د پاکستان د طالبانو ملاتړ هم شامل دی.

اشرف غني پاکستان ته سفر په داسې حال کې وکړو چې د امریکې او د افغان طالبانو د خبرو ورستۍ ناسته د دې میاشت په ٢٩ نېټه په قطر کې کېدونکې ده. امریکې د تیر یو کال راهسې افغان طالبانو سره په دوحه، قطر، کې د مذاکراتو لړۍ پېل کړې ده. پاکستان وايي طالبان د مذاکراتو میز ته په راکښ کولو کې یې کردار ادا کړی دی.

شاه محمود قرېشي د بهوربن غونډې ته وویل چې دواړه ملکونه باید د الزاماتو لړۍ ودروي. "دواړو هېوادونو ته پکار دي چې د اعتماد او باور جوړولو دپاره عملي گامونه واخلي."

هندوستان سره د افغانستان ملگرتیا

پاکستاني چارواکي د ډیر وخت راهسې وايي چې هندوستان د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالوي. افغان چارواکي د پاکستان دا تشویش ردوي او وايي هندوستان د افغانستان نژدې ملگری دی او مثال یې په افغانستان کې د هندوستان د یو شمېر لویو اقتصادي منصوبو ورکوي.

هندوستان د افغانستان د پارلېمنټ وداني جوړه کړې ده او په یو شمیر نورو منصوبو کې د مېلینونو ډالرو سرمایه کاري روانه ده. چارواکي وايي د کال ٢٠٠١ راهسې هندوستان په افغانستان کې د دوه ارب ډالرو نه زیاتې پېسې په ترقیاتي کارونو لگولې دي.

واشنگټن هم د افغانستان سره د هندوستان د همکارۍ ستاینه کړې ده او تېر کال د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت تگلاره اعلانولو په وخت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په هندوستان غږ وکړو چې په افغانستان کې دې د امریکې سره پېټې شریک کړي.

هم په دغه موقع صدر ټرمپ وویل پاکستان اوس هم د وسله والو ملاتړ کوي او په اسلام اباد یې غږ وکړو چې په خپله خاوره دې د ترهگرو پناه ځایونه ختم کړي. د دې په ځواب کې پاکستان وویل امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.

بلخوا، افغان چارواکې دا هم وايي چې یو خپلواکه هېواد په حېث افغانستان د نورو ملکونو د ملگرتیا او همکارۍ حق لري.

په دوه اړخیزه تجارت د خرابو اړیکو اثر:

د افغانستان او پاکستان په سیاسي تعلقاتو کې د تاوتریخوالي له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه عمومي تجارت او افغان ټرانزېټ ټرېډ هم اغیزمن شوي. د کابل د پرله پسې غوښتنو باوجود پاکستان په خپله خاوره د افغانستان او هندوستان ترمنځ نیغ په نیغه تجارت ته اجازت نه ورکوي. د دې په ځواب کې په ورستي کلونو کې افغانستان د ایران دلارې هندوستان سره تجارت زیات کړی. د افغانستان میډیا د افغان تجارت وزارت د شمېرو ترمخه وايي چې په ٢٠١٨ کې د افغانستان او پاکستان تجارت نژدې یو بیلین ډالر و. دغه کال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه نه گڼل کېدې د دې په پرتله په ٢٠١٧ کې دوه اړخیزه تجارت نژدې یو اشاریه پنځه بیلین ډالر و.

پاکستاني اقتصاد پوه وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت کچه پنځه بیلین ډالرو ته رسیدی شي.

افغان کډوال

افغان کډوال د مودې راهسې د جگړو له امله په پاکستان کې مهاجر دي. او د ملگرو ملتونو د مهاجرینو اداره یو اېن اېچ سي ار وايي دا وخت په پاکستان کې یو اشاریه څلور مېلینه رجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي.

پاکستان وايي ځېنې کډوال د وسله والو سره اړېکې لري او غواړي چې افغانان ستانه شي. پاکستان کډوالو ته د ستنېدو دپاره د جون د میاشت تر اخېره پورې وخت ورکړی و او دا هفته په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار یو ترجمان امید څرگند کړو چې د صدراشرف غني د سفر په مهال به پاکستان د کډوالو دپاره د بېرته تگ مېعاد وغځوي.

دا به کتی شي چې د افغان ولسمشر اشرف غني اوسنی سفر څنگه دواړه هېوادونه د تېر وخت د ترخو شېبو نه وباسي؟ وزیراعظم عمران خان په ډاگه ویلي چې حکومت یې د پاکستان د افغانستان په اړه پخوانۍ تگلاره غلطه بلي او ښاغلي قرېشي وايي چې د سټرېټجک ډپت خبرې پخوانۍ دي.

په پاکستان کې یو افغان سفارتکار د وایس اف امریکا ډیوې څانگې ته وویل چې د پاکستان حکومت او د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه افغان صدر اشرف غني ته د د واړو هېوادونو ترمنځ د یو شمیر ستونزو د هواري باور ورکړی. سفارتکار هیله څرگنده کړه چې اسلام اباد ته د اشرف غني سفر به د دواړو هیوادونو په ګټه تمام شي.