پاکستان، روس او چین غږ کړی دی چې په افغانستان کې د سولې په غرض امریکا او طالبان دې د خپلو خبرو هغه لړۍ بیا پېل کړي چې صدر ډانلډ ټرمپ د سپټمبر په میاشت کې په ناڅاپه ډول ختمه کړې ده.
د افغانستان دریواړو گاونډیو هیوادونو دغه غوښتنه د روس سرښار ماسکو کې د جمعې په ورځ د افغانستان په موضوع غونډه کې وکړه چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمي خلیلزاد هم پکې شرکت وکړو.
د ماسکو د ناستې وروسته په یو بیان کې وویل شو چې "روس، چین او پاکستان د مذاکراتو د بهیر زر تر رزه شروع کېدو او د امریکې او د طالبانو تحریک ترمنځ د معاهدې حمایت کوي، چې بین الافغاني مزاکراتو ته لاره هواره شي."
د ماسکو د غونډې برخه والو وویل د بین الافغاني مذاکراتو دپاره دې د افغانستان په جگړه کې ښکېل ټول فریقېن ډزبندي وکړي. دریو واړو هېوادونو په افغان حکومت او طالبانو غږ وکړو چې د بین الافغاني خبرو د شروع کیدو دپاره دې په لویه شمیره کې د یو بل قیدیان هم ازاد کړي.
په غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشر محمد اعجاز په ټوېټر وویل چې په ناسته کې گډون کوونکو امید څرگند کړو او په دې خبره یې اتفاق وکړو چې د افغانستان د مسلې پرامنه حل دې د افغانانو په ملکیت او د افغانانو په رهبرۍ کې د سولي د بهیر دلارې راویستل شي.
که څه هم افغان حکومت د طالبانو سره په مذاکراتو کې نه و شامل خو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ کې د امریکې او د طالبانو د خبرو یو شمیر ناستې شوي او دواړو خواو پکې لوظنامې ته د نژدې کېدو خبره کړې خو په کابل کې د طالبانو د یوې حملې وروسته صدر ټرمپ طالبانو سره مذاکرات ختم کړل.
د جمعې د ورځې ناسته په ماسکو کې د افغانستان په موضوع د روس په کوربتوب دا ورستۍ غونډه وه. د دې نه وړاندې هم روس دا ډول غونډې کړې دي. څیړونکي وايي روس په افغانستان کې د امن دپاره هلې ځلې ځکه کوي چې نه غواړي د داعش وسله ډله ځان د افغانستان دلارې مرکزي ایشیا ته ورسوي.
د ماسکو نه وړاندې د افغانستان په موضوع د روس، چین، امریکې او پاکستان څلور اړخیزه دچین سرښار بېجنگ کې د جولايي په میاشت کې شوي وه. دا هغه وخت و چې امریکا او طالبان لوظنامې ته نژدې گڼل کېدل. که د فریقېنو ترمنځ چیرې معاهده شوي وی نوترمخه به یې امریکايي ځواکونه د افغانستان خڅه وتل او طالبانو به دا خبره یقیني کوله چې د افغانستان خاوره به د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږي.
په عین حال کې چین د دوه ورځني بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب تیاری کوي. دغه غونډه چې د اکتوبر ٢٨ کېدونکې ده، پکې به په قطر کې د طالبانو د دفتر استازي، افغانان او د افغان حکومت نمایندگان شرکت کوي.
د ماسکو د غونډې برخه والو د چین د دغه گام ستاینه وکړه.
طالبانو ویلي چین ورته د بیجنگ په غونډه کې د شرکت بلنه ورکړې ده او د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشۍ کې به یې پلاوی چین ته ورځي.
طالبانو وویل چې د بیجنگ په غونډه کې برخه وال به په انفرادي کچه په افغانستان کې د امن دپاره خپلې شخصي رای شریکوي. طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره نیغ په نیغه د خبرو نه انکار کړی دی.
افغان مامورینو ویلي دوی د خپلو چینايی همکارانو سره په رابطه کې دي او د کابل حکومت د ضرورت سره سم به د بیجنگ په غونډه کې د شرکت کولو یا نه کولو په اړه فیصله کوي.