د پاکستان ملېشا ځواکونه وايي د شورو يا چهارشنبې په ورځ يي د تورخم په پوله هغه افغان پوځي افغان چارواکو ته سپارلی څو ک چې يوه میاشت وړاندې په خطا د پاکستان خوا ته اوښتی وو.
افغان پوځي ذبيح الله يوه مياشت وړاندې د خرلاچۍ سيمې نه د پاکستان قباېلې سيمې کرمې ته په خطا ور اووښتې وو.
د پاکستان او افغانستان مطبوعاتو ترمخه ذبيح الله افغان پوځ ته د سپارلو په وخت د تور خم په پوله د پاکستان د اېف سي ځواکونو کمانډنټ کرنل فرخ همايون او د پولېټکل انتظاميې چارواکو موجود وو.
په دغې موقه د افغانستان د ډلې مشري کرنل نثار کوله چې ورسره يو شمېر نور افغان چارواکي هم ولاړ وو.
د پاکستان عسکرو دغه پوځي په داسې حال افغان چارواکو ته سپارلی دی چې د پاکستان او افغانستان اړيکې د تاؤ تريخ والي ښکار دي.
په ګډه پوله د دواړو هېوادونو د قواؤ ترمينځه وخت په وخت نښتې رامينځ ته کيږي.
د پاکستاني چارواکو ترمخه دوه ورځې وړاندې د پاکستان دوه پوځيان په باجوړ کې د پولې بلې خوا نه د وسله والو په يوه بريد کې وژل شوي وو.
افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يي ترهګرو ته پټ ځايونه ورکړي او د هلته نه بيآ هغوي په افغانستان کې ترهګر بريدونه ترسره کوي.
خو پاکستان بيا بيا دغه تورونه ردوي او وايي دوي په قبايلي سيمو کې د ترهګرو په ضد کوټلي عمليات کړي او دقبايلي علاقو ډېر سييمې يي د ترهګرو نه پاکې کړي دي.
د پاکستان قبايلي سيمو ته خبريالان په آزاده توګه تګ نه شي کولې او آزادې سرچينې د پاکستان د پوځ دعوې نه تايدوي.