د اېس پي طاهر داوړ مړی په تورخم کې خپلوانو ته وسپارل شو

اېس پي طاهر داوړ

د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې چارواکو وي او ای ډیوه ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د صوبې د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ مړی په تورخم کې د هغه خپلوانو ته وسپارل شو.

د پاکستان حکومتي چارواکو د وی او ای ډیوه خبریال ابراهیم شنواري ته وویل د طاهر داوړ مړي د سپارلو په موقع موجودو خلکو احتجاجي نعرې ووهلې.

خبریال وویل چې زیات خلک تورخم ته د طاهر داوړ مړي ترلاسه کولو ته نه وو پرېښودل شوي.

د طاهر داوړ د مړي ترلاسه کولو دپاره د پښتون ژغورنې غورځنگ ځینې مشران او د پاکستان د کورنیو چارو نایب وزیر شهریار افریدي هم ورغلی و تورخم ته ورغی و.

طاهر داوړ دوه هفتې وړاندې د اسلام آباد نه بې درکه شوی وو او دوه ورځې وړاندې د هغه مړی د افغانستان ننگرهار ولایت کې وموندل شو. طالبانو د هغه په وژنه کې ککړتیا نه انکار کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د طاهر داوړ د وژل کېدو د تحقیقاتو امر کړی دی.