د طورخم لار ٢۴ گنټې خلاصه ساتلو دپاره انتظامات پرځای شول

د پاکستان وزیراعظم عمران خان اعلان کړی و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت او د خلکو تگ راتگ اسانوولو دپاره به د طورخم لار ٢۴ گنټې پرانیستي وي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طورخم لار ٢۴ گنټې پرانېستي ساتلو دپاره انتظامات پرځای کړی شوې دي.

د گل، دوشنبې، په ورځ د دواړو هېوادونو امنیتي چارواکو په دروازه غونډه وکړه چې پکې په ازمایښتي توگه د طورخم دروازه پرانېستي ساتلو دپاره د گومرک یا کسټمز او نورو معاملاتو ته کتنه وشوه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان اعلان کړی و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت او د خلکو تگ راتگ اسانوولو دپاره به د طورخم لار ٢۴ گنټې پرانیستي وي.

د دغه اعلان په رڼا کې به د طورخم لاره د ولسي تگ راتگ دپاره ازاده وي خو د ویزي شرط به په خپل ځای وي.

نور تفصیل د پېښور نه د وي او ای ډیوه خبریال مدثرشاه په رپورټ کې اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د طورخم لار ٢۴ گنټې خلاصه ساتلو دپاره انتظام پرځای شول