افغان جګړه، تاجران وايي په نورو تجارتي لارو کاروبار کم شوی خو په تورخم زیات شوی

د تورخم سرحدي لار

پاکستان کې د خېبر پښتونخوا تاجران وايي په تېرو څو ورځو کې د افغانستان سره په تورخم پوله تجارت زیات شوی دی. دوي یې علت دا ښودلی چې افغانستان کې جګړه زیاته شوې چې له وجې یې د پاکستان او افغانستان ترمنځه نورې سرحدي لارې زیاتره یا خو تړلی شوي یا بیا د ویرې له وجې په دغه لارو باندې د تجارتي ګاډو تګ راتګ کم شوی دی.

د افغانستان سره د تورخم د لارې کاروبار کوونکي پاکستاني تاجران، ټرانسپورټران او کسټم کلیرنګ اېجنټانو وي او ای ډیوه ته ویلي ممکنه ده راتلونکو اوونیو یا هفتو کې په تورخم تجارت نور هم زیات شي.

د تورخم نه علاوه د پاکستان او افغانستان ترمنځه په چمن پوله، د شمالي وزیرستان په غلام خان، د جنوبي وزیرستان واڼا د لارې په انګوره اډه او د کرمې د خرلاچۍ د لارې هم تجارت کېږي خو تاجران وايي چې دواړه خیزه تجارت دا وخت په ټپه ولاړ دی.

کسټم کلیرنګ اېجنټان او تاجران

تورخم:

په تورخم پوله یو کسټم کلیرنګ اېجنټ مجیب الرحمان شنواری وي او ای ډیوه ته وايي چې افغانستان کې د تازه جګړې له وجې په غلام خان، انګور اډه او خرلاچۍ د تجارتي مالونو اوړل راوړل ډېر کم شوی او چې څنګه څنګه په دغه سرحدي لارو د ټرانسپورټرانو امنیتي ستونزې زیاتېږي نو ورسره کاروبار د تورخم پولې ته انتقالېږي.

یو ټرانسپورټر عظیم شینواری وايي چې دا وخت د ټرانسپورټرانو د پاره د تورخم ننګرهار نه تر کابل پورې سړک محفوظه دی نو ځکه دواړو خواوو نه تاجران په تورخم پوله کاروبار کوي خو وايي تجارت د وړاندې مقابله کې ډېر کم شوی دی او د پاکستان خوا نه تاجران د روزانه په حساب سره مالونه افغانستان ته لېږي ځکه چې دا اندېښنې کېږي هسې نه مالونه یې لوټ شي.

وزیرستان:

د شمالي وزیرستان د میرعلي د تاجرانو صدر ملک شېر خان وي او ای ډیوه ته وویل چې د ضرب عضب پوځي عملیاتو نه وړاندې به یې افغانستان ته د غلام خان، انګور اډې او خرلاچۍ د لارو ایئرکنډیشنې، فرېجونه، اوړه اخوا وړل او د افغانستان د مخې به یې سپیئر پارټس، مېوې او سبزیانې راوړې خو اوس یې د افغانستان سره تجارت پرېښودی، بلکې وايي ډېرو خلکو کاروبار پرېښودو ځکه چې هر وخت پوله بندوي او ټرکونه بیا په ورځو ورځو ولاړ وي. هغه وايي دا وخت د سیمټو پنځه یا شپږ ټرکونه روزانه د غلام خان د لارې ځي او کاروبار د نیش برابر دی او افغانستان کې وروستی جګړې خو بیا کاروباریان نور هم متاثره کړي.

چمن:

د وي او ډیوه خبریال نعمت سرحدي د رپورټ ترمخه چارواکو د افغانستان سره په چمن پوله د پاکستان خوا ته درې کلومیټره علاقه خالي کړې ده ، په دغه ځای کې نه خو عام خلک پرېږدي او نه تجارتي ګاډو ته افغانستان د تلو اجازه ورکوي، هغه وايي نن په څلورمه ورځ هم د چمن پوله بنده ده چې د مشکل سره یې مخ کړي خو چارواکي وايي چې دغه ګام یې د خلکو د محفوظه کولو په خاطر پورته کړی دی.

د چمن او کندهار ترمنځ باب دوستي لاره - په سپین بولدک اوس طالبانو قبضه لګولې ده

د ټرانسپورټرانو د یونین مشر منیر کاکړ وايي چې د تېرو څلورو ورځو څخه ددوي ټرکونه د مالونو ډک ولاړ دي روزانه مو دیرش څلوېښت زره خرچه کېږي دغه شان دپولې اخوا افغانستان کې تر 700 پورې ټرکونه ولاړ دي او حکومت ورته د تلو اجازه نه ورکوي چې پاکستان ته واوړي، سپین بولدک کې د طالبانو واک دی او زمونږه نه خو د پاکستان حکومت پوښتنه کوي او نه د افغانستان حکومت.

ټرانزټ ټرېډ

د پاکستان فېډرل چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري د ټرانزټ ټرېډ په اړه د کمېټی یو غړی او د پاک افغان تجارت یو فعاله کاروباري ضیا الحق سرحدي وي او ای ډیوه ته وویل چې کراچۍ کې مالونه ډمپ شوي، ننګرهار خوا ته تر 2500 پورې ټرکونه د ډیوټی په نوم ودرولي شوي او د کراچۍ نه مالونو اوچتولو کې مشکلات جوړ شوي خو د افغانستان د حکومت په دې اړه دریز مخې ته نه دی راغلی.

سرحدي وايي د وړاندې نه متاثره شوې پاک افغان ټرانزټ ټرېډ د روانې جګړې سره نور هم خراب شوې او حال دادی چې د کال 2016 او 2017 پورې د دواړو هېوادونو ترمنځه چې کوم تجارت د 2.5 اربه ( 2500 میلینه) ډالرو پورې رسېدلی وو هغه اوس یواځې 600 میلینه ډالره ته راغورزېدلی دی.

هغه وايي د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف او افغان صدر اش ف غني ویلي وو دغه تجارت به 5 اربه ډالره ته رسوي خو ددغه هدف تر لاسه کولو په ځای موجوده حکومت کې هغه شته تجارت هم ولوېدو.

پاکستان او افغانستان کې چارواکي په دې اړه د خبرو کولو نه ډده کوي. خو په تېرو وختونو کې د دواړو هېوادونو حکومتي ذمه وارو وخت په وخت د تجارت د کمېدو ذمه واری په یوبل وراچولي دي.