په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت ددغه هېواد څخه د پوليو دناروغۍ ختمولو په حقله خپلې هڅې کوي د جگړو ځپلې گاونډي هېواد افغانستان دغه رنځ په ختمولو کې نزدې بریالې شوې دی.
د امریکا بل اینډ مېلانډه گېټس ادارې پروگرام افسرې اپروه ملایا ډیوه ریډیو ته په ځانگړې مرکه کې ویلي سږني کال کې په افغانستان کې د پولیو یو کېس مخې ته راغلې دې.
تیر کال په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ 25 کېسونه مخې ته راغلي وؤ.
اپروه ملایا سره دا مرکه د ډیوه ریډیو همکار افتخار حسېن کړې ده چې تاسو یې هم اوریدې شۍ.