افغانستان د کرکټ په ورلډ کپ مېچ کې پاکستان ته په اتوو وېکټو ماتی ورکړو


د افغانستان په فاتحانه اننګز کې ابراهیم ځدران ۸۷، رحمت شاه ۷۷ او رحمت الله ګربز ۶۵ رنز وکړل

د افغانستان په فاتحانه اننګز کې ابراهیم ځدران ۸۷، رحمت شاه ۷۷ او رحمت الله ګربز ۶۵ رنز وکړل

د کرکټ ۲۰۲۳ په ورلډ کپ مېچ کې افغانستان پاکستان ته په اتوو وېکټو ماتی ورکړو.

پاکستان ټاس د ګل، دوشنبې، د ورځې مېچ ټاس وګټلو، د وړمبي بېټېنګ فېصله یې وکړه او ۲۸۲ رنز يې جوړ کړل.

د افغانستان په فاتحانه اننګز کې ابراهیم ځدران ۸۷، رحمت شاه ۷۷ او رحمت الله ګربز ۶۵ رنز جوړ کړل.

ای اېف پي خبري ادارې پاکستان نه د افغانستان بریا حېرونکي وبلله او ويې وېل چې د دې نه مخکې يې هم د ورلډ کپ دفاع کوونکي ټیم انګلېنډ ته هم په غیر متوقع ډول ماتی ورکړی دی.

د ورلډ کپ په ګروپ مېچونو کې افغانستان او پاکستان دوه دوه مېچونه ګټلي او درې درې مقابلې يې بېللي دي.