د طبانو او نورو مخالفو ډلو سره د مذاکراتو د پاره د افغان حکومت د سترې شورا مشر برهان الدین رباني ویلې طالبانو سره تعلق لرونکو ځنې خلکو سره يي لیده کاته کړې دي.
او د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن او دد فاع وزیر رابرټ گیټس د افغان حکومت او طالبانو په منځ کې د اخبرو اترو ملاتړ کړی دی. خو دواړو امریکائې مشرانو دا خبره په گوته کړې ضرورې نه ده چې د طالبانو سره خبرې به کامیابې وي.
میرمن کلنټن او رابرټ گیټس د زیارت په ورځ د بیلجیئم ښار برسلز کې د تړل شوؤ دروازو پشا د نیټو همکارانو سره د افغانستان په صورتحال غور کولو. د نیټو مرکزي دفتر په برسلز کې دی.
میرمن کلټن وویل امریکا طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ کوي خو غواړي دا عمل دې په شفافه توگه ترسره کړی شي چې اهداف يي واضحه وي.
کابل کې د امن د سترې شورا مشر ټاکل کیدو ورسته خپل وړمبي خبري کانفرنس کې پخواني صدر برهان الدین رباني د طالبانو او نورو یاغي ډلو سره د جوړ جاړي په کوشیشونو خبرې اترې ووکړې.
هغه وویل طالبان همیشه د امن پروسه شورو کولو د پاره سخت شرائط کیدې خو خبرې اترې په مکمله توگه نه ردوي او دا ښائې چې طالبان هم د مزاکراتو خواهش لري.
رباني وائې هغه د ځنې داسې خلکو سره لیده کاته کړې دي چې د طالبانو سره تعلق لري او خبرو اترو ته امادگي لري. رباني وائې طالبانو کې ځنې داسې خلک شته چې خبرو اترو د پاره د امادگۍ پیغامونه رالیږي او دا د امن په لورې سفر کې وړمبي گامونه دي.
خو رباني زیاته کړه چې د امن پیغامونو په خوشخبرۍ کې بدلیدو کې به څه نور هم وخت لگي.
افغان وولس مشر حامد کرزي دا هفته د امریکې سې این این ټیلې وژن سره مرکه کې طالبانو سره د غیر رسمي خبرو اترو تصدیق کړی ؤ.
طالبانو حکومت سره د خبرو اترو پورټونه رد کړې دې او دا يي د دښمن بې بنیاده پروپیگنډه گرځولې ده. طالبان وائې د امن د پاره خبرې اترې تر هاغه وخت پورې نشې شورو کیدی تر څو ټول خارجې ځواکونه د افغانستان نه وتلي نه وي.
ښاغلې رباني د نیټو په مشرۍ کې په نړي والو ځواکونو غږ ووکړو چې طالبانو سره د مزاکراتو د مرستې هر ممکن کوشیشن دې وکړي.
د امن عالې شورا یو بل غړی ماصوم ستنکزۍ چې د ښاغلې رباني ترسنگ ناست وو، وویل چې امن مزاکراتو د پاره د نیټو ملاتړ ډیر ضروري دی. هغه وویل په هاغه سیمو کې چې د طالبانو سره پکښې مزاکرات روان وي هلته پوځی عملیات ودرول او د ملکې تنانو وژنه کمول د نړي والې ټولنې لخوا د امن پروسه کې د اسانتیا پیدا کولو مهم گامونه دي.
د نیټو په مرکز برسلز کې د امریکې خارجه وزیرې هیلري کلنټن او ددفاع وزیر رابرټ گیټس وویل چې د افغان حکومت او طالبانو په منځ کې د خبرو اوس فقط شوروعا شوې دي خو دواړو مشرانو وویل چې د مزاکراتو موقعې دې باید وولټولی شي.
د رپورټونو ترمخه، د نیټو چارواکو ویلې دي طالب مشرانو ته به د خبرو د پاره کابل ته د تگ اجازه ورکولی کیږي.
خو که یو خوا د امن د مزاکراتو خبرې کیږي، نو بل خوا په افغانستان کې د نړې والو ځواکونو د حملو لړۍ دوام لري. او نیټو ویلې د زیارت په ورځ يي اته نور عسکر په مختلفو حملو کې وژل شوې دي. شپږ د نیټو عسکر د شورو په ورځ وژل شوې ؤ. دې میاشت کې د نیټو د ۴٠ نه زیات پوځیان وژل شوې دي.
رباني: ځنې طالبانو خبرو ته امادگي څرگنده کړې
د امریکې خارجه وزیره هیلزې کلنټن او ددفاع وزیر رابرټ گیټس د نیټو په مرکز برسلز کې د نیټو همکارانو سره د افغانستان په حالاتو خبرې اترې کوي