په افغانستان کې تازه جګړه کې ۱۵ عسکر او ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي

  • ایاز گل

امریکايي ترجمان په فریقېنو غږ وکړو چې تشدد دې کم کړي چې دا رنګ په افغانستان کې د سولې بهېر په وړاندې لاړ شي. هغه وویل د اختر نه وروسته د طالبانو په ضد دا لومړي هوايي بریدونه وو

د افغانستان په زابل ولایت کې په تازه جګړه کې ۱۵ افغان امنیتي عسکر او ۱۲ طالبان وژل شوي دي. دا خبره افغان مامورینو د جمعې په ورځ وکړه.

بلخوا، امریکايي پوځ ویلي د افغان پوځ خلاف د طالبانو د حملو مخنیوي په خاطر یې د افغانستان په جنوب او نورو سیمو کې هوايي حملې کړي دي.

د زابل ولایت حکومتي ترجمان کل اسلام سیال وي او ای ته وویل طالبانو د جمعې په ورځ د کابل او کندهار په لویهلاره د پولیس یوې قافلې ته کمین نیولی و.

هغه وویل مامورینو سیمې د اضافي عسکر ولېږل او هوايي بمبارۍ یې وکړه خو ښاغلي سیال په جګړه کې د ممکنه تلفاتو په اړه څه وه نه وېل.

خو یو امنیتي چارواکي د نوم نه څرګندوولو په شرط وي او ای ته وویل چې په جګړه کې ۱۵ پولیس او ۱۲ طالبان ووژل شوو. هغه دا هم وویل چې طالبانو یوشمېر امنیتي موټرې د ځان سره یوړې.

او په افغانستان کې امریکايي پوځ وویل په کندهار ولایت کې یې د جمعې په ورځ د وسله والو په هدفونو بمباري کړې ده.

د امریکايي پوځ ترجمان کرنل سوني لېګیټ په کندهار کې د بمبارۍ په اړه نور تفصیل وړاندې نکړو خو ویې وېل چې په تېرو دوو ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو په کومک کې دا دویمه حمله وه.

امریکايي پوځې ترجمان د ټوېټر دلارې وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ امریکايي ځواکونو به فراه ولایت کې د هغو ۲۵ طالب وسله والو خلاف بمباري وګړه چې د د افغان امنیتي ځواکونو په چېک پوسټ یې حملې کوښښ کوولو.

کرنل سوني لېګیټ وویل هوايي حملې د امریکا او طالبانو د امن معاهدې د شرایطو سره سمې ترسره کړی شوي دي. د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې لاس لیک شوي معاهدې دلاندې امریکايي ځواکونه او طالبان به په یو بل حملې نه کوي خو امریکايي ځواکونه د افغان عسکرو ملاتړ کولی شي که چېرې افغان ځواکونه د حملې دلاندې وي.

امریکايي ترجمان په فریقېنو غږ وکړو چې تشدد دې کم کړي چې دا رنګ په افغانستان کې د سولې بهېر په وړاندې لاړ شي. هغه وویل د اختر نه وروسته د طالبانو په ضد دا لومړي هوايي بریدونه وو.

د اختر په موقع افغان حکومت او طالبانو د د دریو ورځو دپاره د ډزبندۍ اعلان کړی و. خو جګړې بیا شروع شوي دي او د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي په تازه حملو کې ګڼ شمېر افغان امنیتي عسکر وژل شوي دي.

رپورټ وايي په تشدد کې زیاتوالی په داسې مهال هم شوی چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د قیدیانو د تبادلې عمل سست شوی دی. د امریکې او طالبانو د لوظنامې دلاندې به افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب وسله قیدیان او طالبان به د افغان حکومت ۱۰۰۰ پورې بندیوان ازادوي. تر اوسه پورې افغان حکومت قریباً ۲۴۰۰ قیدیان او طالبانو ۴۲۰ د حکومت بندیوان خلاص کړي دي.

د قیدیانو د تبادلې عمل مکمل کېدل به د بین الافغاني مذاکراتو دپاره لاره هواره کړي چې د خارجي ځواکونو د وتلو ورسته به د واک اختیار په لارو چارو غور کوي.

د امریکاـطالبانو د معاهدې ترمخه به ټول امریکايي او اتحادي ځواکونه به د ۲۰۲۱ نه د افغانستان څخه انخلا کوي.