افغانستان کرکټ ټیم به سږ کال خپل لومړی ټسټ لوبه د هند پرضد کوي

Rashid Khan

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د افغانستان کرکټ لوبډله به خپله لومړۍ ټسټ لوبه د هندوستان پرضد د روان کال جون په میاشت کې لوبوي.

هندوستان د وړاندې نه د افغانستان سره د ټسټ لوبې کولو وړاندیز منلی او امکان دی دغه ټسټ په هند کې ترسره شي. خو د افغانستان دغه لومړي ټسټ میچ اخرۍ نیټه لا نه ده ټاکل شوې.

د هندوستان سپورټ سټار لاېیو ویب پاڼې د ذریعو د خلې ویلي د افغانستان کرکټ بوړډ وړاندیز کړی دغه لوبه دې د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي او افغانستان اولسمشر اشرف غني په نامه شي. بورډ غواړي دغه لوبه په ممبۍ، کلکته یا نوي ډیلي کې وشي.

افغانستان او اېیرلینډ تیرکال د جون په میاشت کې د کرکټ نړیوال کونسل یا اېي سي سي مکمل غړیتوب ترلاسه کړی.