په افغانستان کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد

په افغانستان کې میشته نړیوالو ځواکونو ویلي په جنگ ځپلې هیواد کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ دوه امریکايي عسکر وژل شوې دي.

د رېزولټ سپورټ یا د قاطع ماموریت ځواکونو د دفتر څخه جاري شوي بیان کې د امریکايي عسکرو په اړه نور څه تفصیل نه دی ورکړی شوی چې په کومو حالاتو کې وژل شوی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژل کیدو خبر په داسې حال کې راغلی چې په هېواد کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سره د خبرو ورستۍ ناستې دپاره دوحه ته روان شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد او هم طالبانو په خبرو کې د پرمختگ خبره کړې ده. زلمي خلیلزاد په خپل ورستي ټویټ کې وویل په نورو خبرو کې به خپل منځي اختلافات د ختموولو کوښښ کوي. "مونږ تیار یو گورو به چې آیا طالبان هم تیار دي او که نا."

صدر ټرمپ د نهی، سه شنبې، په ورځ وویل دا وخت په افغانستان کې ١٣٠٠ امریکايي عسکر موجود دي. هغه وویل دا د خنده خبره ده چې امریکايي عسکر د تیرو ١٨ کلونو راهسې په افغانستان کې موجود دي. "مونږ جنگېږو نه، مونږ زیات لکه د پولیس دنده ترسره کوو."

په کال ٢٠٠١ کې د طالبانو خلاف په افغانستان کې د عملیاتو پېل کولو وروسته اېسوسي اېټډپرېس خبري اداره وايي په هېواد کې د ٢۴٠٠ نه زیات امریکايي عسکر وژل شوې دي.

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژل کېدو ورستی خبر په داسې حال کې هم راغلی چې د هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي تیره هفته په کابل کې د واده په یوه غونډ د داعش په حمله کې د وژل شویو کسانو شمیره ٨٠ ته رسیدلې ده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ اېسوسي اېټډپرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې د افغانستان د کورنیو چارو وزات ترجمان نصرت رحیمي له قوله وویل چې١٧ ملکي کسان چې د داعش په حمله کې زخمیان شوي وو په تېرو څو ورځو کې یې ساه ورکړې ده او دا رنگ د وژل شویو کسانو شمیره ٨٠ ته رسېدلې.

طالبانو په کابل کې د حملې غندنه کړې ده. په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټوئټر د کابل حمله یو وحشیانه عمل بللی دی دافغانستان صدر اشرف غني ویلي چې طالبان د دې برید په غندلوځان ته برائت نه شي ورکولی.

د خالي، شنبې، په ماسخوتن دکابل په شپږمه ناحیه کې د واده په یوه دستوره کې ځانمرګي برید شوی و چې دافغان چارواکو په وینا۶۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۸۰ نه زیات نور ژوبل شوي وو. داعش د حملې زمه واري په غاړه اخیستې ده.

افغان صدر د کابل حملې وروسته دا هم ویلي وو چې د ترهگرو ځالې او رېښې د پولې پورې غاړه دي. هغه د پاکستان نوم نه و اخیستی.

پاکستان د کابل حملې غندنه کړې ده.