فواد چودهري: افغانان د پاکستاني هوايي ډګرونو دلارې نورو ملکونو ته سفر کولی شي

فواد چودهري وویل افغانانو ته د دغه سهولت ورکولو منظوري وفاقي کابېنې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې شوي غونډه کې ورکړې ده

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري ویلي افغانان د پاکستاني هوايي ډګرونو نه نورو ملکونو ته سفر کولی شي.

فواد چودهري وویل افغانانو ته د دغه سهولت ورکولو منظوري وفاقي کابېنې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې شوي غونډه کې ورکړې ده.

وفاقي کابيني د افغانستان لپاره د دونيم زره ميټرک ټن غنم ليږلو او په هغو ٤٠ توکو یې د محصول دختمولو منظوري هم ورکړه چې افغانستان نه لېږل کېږي.

فواد چودهري د شورو، چهار شنبى، په ورځ په اسلام اباد کى د سعودي عرب په سفارتخانه کي يوې غونډې وویل وفاقي کابيني د دې منظوري ورکړه چې افغان وګړي کولی شي چې د پاکستاني هوايي ډګرو د لارى بهرني هيوادونو ته سفر وکړي.

فواد چودهري خبرداری هم وکړو چې که چېرې نړۍ د افغانستان سره همکاري ونکړه نو دغه هيواد د کډوالۍ د بحران سره مخامخ کېدلى شي.

بلخوا د يورپي هيواد بيلجيم ښار برسلز کى د ناټو عمومي سيکتر سره ملاقات کى د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي ويلي که نړيوالې ټولنې د افغانستان واکمنو طالبانو سره مرستي ونکړى نو افغانستان د ترهګرو مرکز جوړيدلى شي

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه قرېشي ویره څرګنده کړه چې په افغانستان کى انساني بحران رامېنځته کېدلی شي.

څېړوونکي وايي د پاکستان د هڅو او خواهش باوجود د تيرو دريو مياشتو راهسى نړۍ کى يو هيواد هم تر اوسه طالبان د رسمي حکومت په څېر نه دي پېژندلي.

د طالبانو د نه تسلېمېدو په اړه د پاکستان پخوای سفارتکار او او څيړونکى آصف دراني وايي د امريکا د فشار لاندې زياتره هيوادونه داسې کوولو نه ډډه کوي خو د دى پړه افغان طالبان باندى هم راځي

د وي او اى ډيوه سره خبرو کى آصف دراني وويل افغان طالبان ځان فاتح ګڼي او د امداد لپاره نړۍ ته لمن هم نيسي

نوموړي ووېل طالبان دى پوهه شي چى دوي په جزيره کى نه اوسي او که د نړۍ همکاري غواړي نو داسى ډول حکومت به کوي چى پکي د اولس بشري حقونو ساتنه باوري وي

دا په داسى حال کې چې د بشري حقونو نړيوالې ادارې Human rights watch په خپل ريپورټ کې په طالبان په پراخه کچه د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګولي دي

بل پخوانی سفارتکار او څيړونکى اياز وزير مني چې د طالبانو په واکمنۍ کې نيمګړتيګانې دي خو وايي دا هم سمه نه دا چى طالبان په تنهای کى وساتل شي

د وي او اى ډيوه سره خبرو کې ایاز وزیر وويل په افغانستان د طالبانو واکمني اوس يو حقيقت دى او د امريکا په ګډون د ټولې نړۍ په ګټه دا ده چي د طالبانو سره مرستى وکړي ګني نو افغانستان به يو ځل بيا د داعش يا د نورو وسله والو ډلو په لاسو ورشي.

نوموړي زياته کړه چې امريکا دا کوولى شي د طالبان حکومت څارنه کوي او چېرته هم چى ووګڼل شي چى طالبان د بشري حقونو په ضد کارکوي نو بنديزونه پې ولګول شي

ملل متحد ویلي د افغانستان د نيمايي نه زیاته ابادي دا ژمی د خوراکي د کمي سره مخامخ ده.

د افغانستان په صورتحال غور دپاره به پاکستان د دې میاشت په اخیره کې د اسلامي ملکونو د یوې غونډې کوربتوب کوي.