رپورټ: د یمن په جګړه کې لږ تر لږه 200 کسان وژل شوي دي

په داسې حال کې چې په جنګ کې شدت راغلی دی ای اېف پي وايي هوثي باغیانو د ګل، دوشنبې،‌ په ورځ دعوه وکړه چې د متحده عرب اماراتو یو سمندري جهاز یې نیولی دی. د هوثي مخلاف اتحاد وېنا وه چې سمندري جهاز طبي سامان وړلو

د یمن مارب ښار سره نژدې د حکومت پلوه جنګیالو او د هوثي باغیانو په جنګ کې د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه لږ تر لږه 200 کسان وژل شوي دي، دا په داسې مهال چې د یمن په اووه کلنه خانه جنګۍ کې شدت راغلی دی.

ای اېف پي وویل د مارب په خوا او شا کې د جنګ په مهال د تلفاتو تصدیق د نهې، سه شنبې، په ورځ پوځي او طبي مامورینو وکړو.

ای اېف پي وايي طبي سرچینو ورته وویل چې په شبوه او البېضا صوبو کې د یمن د حکومت پلوه او هوثي باغیانو په جګړه کې د سعودي ایتلاف په هوايي بمبارۍ کۍ د 125 نه زیات هوثي باغیان وژل شوي دي.

په رپورټ کې د حکومتي سرچینو له قوله وېل شوي چې رپورټ په تېرو څلوروېشتو ګنټو کې د جګړې په مهال د سعودي عرب او د متحده عرب اماراتو په ملاتړ جنګېدوونکو د حکومت پلوه ځواکونو تر 70 پورې جنیګیالي هم وژل شوي دي.

ای اېف پي وايي د تېرو اووه کلونو راهسې سعودي عرب د شیعه هوثي باغیانو په ضد د یمن د حکومت پلوه وسله والو ملاتړ کوي او ملګري ملتونه وايي په یمن کې د دوامدار جنګ دلاسه د مېلینونو په شمېره کې خلک بې کوره شوي او په یمن کې د دنیا بد ترین بحران پېدا شوی دی.

په داسې حال کې چې په جنګ کې شدت راغلی دی ای اېف پي وايي هوثي باغیانو د ګل، دوشنبې،‌ په ورځ دعوه وکړه چې د متحده عرب اماراتو یو سمندري جهاز یې نیولی دی. د هوثي مخلاف اتحاد وېنا وه چې سمندري جهاز طبي سامان وړلو.

ای اېف پي وايي هوثي باغیانو د سېپټمبر د میاشت راهسې د مارب د نیولو دپاره کوښښونه تند کړي دي. رپورټ وايي مارب چې صوبايي مرکز هم دی د حکومت په قبضه کې په شمال کې اخیرۍ سیمه ده.