شاهد افريدى د ورلډ کپ 2011ء لپاره کپتان مقرر

شاهد افريدى د ورلډ کپ 2011ء لپاره کپتان مقرر

پاکستان کرکټ بورډ شاهد افريدى دورلډ کپ 2011ء لپاره دپاکستان کرکټ ټيم کپتان مقرر کړى دى.
په عين حال کې سکاټ لينډ يارډ ل په سپاټ فکسنګ کيس کې په دريوؤ پاکستاني لوبغاړو محمد عامر، سلمان بټ، او محمداصف فردجرم عائد کړى دى او دائي سي سي ټريبونل لخوا به دکيس پريکړه سبا اورولى شي.
د شاهد افريدي دکپتان مقررولو باقاعده اعلان دقومي ټيم منيجر انتخاب عالم دزيارت په شپه دنيوزي لينډ هملټن ښار کې خبريالانو سره دخبرو په مهال وکړو.
دپي سي بي لخوا په نولسمه فرورۍ شروع کيدونکي کرکټ ورلډ کپ لپاره دتيرې مياشتې په مينځ کې دپينځلس تني پاکستاني ټيم اعلان شوى ؤ، خو بورډ دکپتان مقررولو په حقله پريکړه کې دځنډ څخه کار اخستى ؤ، چې په دغه پريکړه پخوانو پاکستاني لوبغاړو او دکرکټ حلقو لخوا سختې نيوکې شوې وې.
خو دزيارت په ورځ دقومي ټيم منيجر انتخاب عالم خبريالانو ته وويل دبورډ چارواکو او سليکټرانو په يو اتفاق دکرکټ نړيوال کپ په دوران دقومي ټيم مشري شاهد افريدي ته دسپارلو فيصله کړې ده.
بل لوري ته سکاټ لينډ يارډ په دريواړو پاکستاني لوبغاړو ددوهکې او رشوت اخستو تورونه لګولي دي.
دتورونو ثابتيدو صورت کې په دريواړو لوبغاړو ديو کال څخه زياته سزا اورول کيدى شي.
ددريواړو پاکستاني لوبغاړو په ضد به دبرطانوي قانون سره سمه کارروائي کولى شي.
محمد عامر، محمد اصف او سلمان بټ او مظهر مجيد نومې تن ته په اوولسم مارچ ويسټ منسټر عدالت کې دوړاندې کيدو سمن جاري شوى دى.
انټر نيشنل کرکټ کونسل تير کال په اوولسم اګست دانګلينډ په ضد لارډز ټيسټ کې دسپاټ فکسنګ په تورونو سلمان بټ، محمد اصف او محمد عامر معطل کړي وؤ.