کراچۍ ائيرپورټ سره د اې اېس ايف په کميپ باندې بريد

د ائيرپورټ سيکيورټۍ دپاره پوځ ، رينجر او پوليس رسېدلي ، او د حمله کوؤنکو په ضد عمليات پيل کړی شوي دي . او پوځ د ائيرپورټ سيکيورټي او رن وی سمبال کړې ده .

د ملک تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ په نړيوال ائيرپورټ يو ځل بيا د ای اېس ايف يا ائيرپورټ د ساتونکي فورس په کېمپ باندې ډزې شوي ، او د سول ايوي اېشن وياند عابد قائم خاني وايي په فوري توگه په ائيرپورټ د جهازونو تلل راتلل بند کړی شوي وو ، خو لږه شيبه وروستو بيا د جهازونو اپرېشن بحال کړی شوی دی .
تحريک طالبان پاکستان زمه واري قبوله کړې چې نن هم دويې په کراچۍ ائيرپورټ بريد کړی دی .
د کراچۍ ائيرپورټ د ساتونکي فورس د وياند کرنل طاهر علي په وينا دوه وسله والو د اې اېس اېف په کېمپ ډزې کړي ، او د اې اېس اېف کمانډوزو بيا د حمله کوؤنکو مخه نيولې او ترهگر نزدې ابادۍ پله تښتېدلي دي . نوموړي وئيلي په ډزو کې کومه مرگ ژوبله يا زيان نه دی اوختی .
د پوځ وياند عاصم باجوه يو ټويټ کې وئيلي چې د درېو نه تر څلورو پورې ترهگرو د اې اېس اېف په کېمپ ډزې کړي ، او تښتېدلي دي ، او د هغې وروستو حالات قابو دي .
د چارواکو په وينا د ائيرپورټ سيکيورټۍ دپاره پوځ ، رينجر او پوليس رسېدلي ، او د حمله کوؤنکو په ضد عمليات پيل کړی شوي دي . او پوځ د ائيرپورټ سيکيورټي او رن وی سمبال کړې ده .
د سول اېوي اېشن وياند عابد قائم خاني وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل په ائيرپورټ د ډزو سره سم د جهازونو الوتل ، کوزيدل ودرول شوي ، خو لږه شيبه وروستو بيا د جهازونو تلو راتلو اپرېشن بحال کړی شوی دی .
د سرچينو ترمخه حمله کوؤنکو د پهلوان گوټ د لوري د اې اېس اېف په کېمپ ډزې کړي ، او بيا تښتېدلي دي ، ځينې راپورونه وايي حمله کوؤنکي څلور کسان وو .
د سنده صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن وئيلي چې د پهلوان گوټ په سيمه کې رينجرو او پوليس د لټون عمليات پېل کړي ، او د هيلي کاپټر د لارې هم د ائيرپورټ څارنه کولی شي .
نن د نهې په ورځ د اې اېس اېف په کېمپ بريد په هغه ځايې شوی کوم سره نزدې چې د اتوار په شپه په ائيرپورټ باندې ترهگر ورغلي وو .
د پاکستان د سرکاري ټي وي چېنل ترمخه وزيراعظم نواز شريف وئيلي چې د حمله کوؤنکو په
ضد دې سخته کارروايي وکړی شي .
د اتوار په شپه د کراچۍ په نړيوال ائيرپورټ باندې وسله وال بريد شوی ؤ ، او په هغې کې د اې اېس ايف د ۱۱ عسکرو په گډون ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي وو .
د حمله کوؤنکو په ضد د پينځه ساعته ځوابي کارروائۍ وروستو د پوځ وياند وئيلي ؤ ، ۱۰ ترهگرو په دوه گروپونو کې په ائيرپورټ بريد کړی ؤ ، او په ځوابي کارروائۍ کې لس واړه وژل شوي دي .
چارواکو د گل په ورځ د ائيرپورټ پاکولو او عملياتو ختمولو اعلان کړی ؤ ، خو نن د نهې په سحر د ائيرپورټ د سردخاني څخه د يوې شخصي کارگو کمپنۍ اووه مړي راويستي دي .
وروستو بيا د چارواکو لخوا په مطبوعاتو د ترهگرو څخه په غټه کچه ترلاسه شوې وسله هم ښکاره کړی شوې وه .
د کراچۍ ائيرپورټ باندې د پروازونو سروس ودرول شوی ؤ ، او بيا د گل په ورځ څلور بجې بيا د جهازونو سروس بحال کړی شوی وو .
د پاکستاني طالبانو د تحريک مرکزي وياند شاهد الله شاهد د دغې بريد په غاړه اخېستې او وئيلي يې ؤ ، بريد يې د حکيم الله محسود د وژنې په بدل کې کړی دی .