مرستندویه ادارې: په افغانستان کې د تعلیم اډاڼه د نسکورېدو د خطر سره مخامخ ده

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې تعلیمي نظام د لسیزو راهسې جګړو له کبله ویجاړ شوی او نزدې څلور ملیونه افغان ماشومان د زدکړو نه محرومه دي

نړیواله مرستندویه ادارو خبرداری کوي چې د طالبانو د صنف په بنیاد سیاست او د مرستو د نشت والي له امله په افغانستان کې د عام تعلیم اډاڼه د تباه کېدو د خطر سره مخامخ ده.

په مېلیونونو زدکونکو لپاره سکولونه پرانستي ساتل، تنخاګانې او د نورو تعليمي ضرورتونو دپاره جنګ ځپلی افغانستان هرکال یونیم ارب ډالرو ته اړتیا لري چې په خپل سر یې نشي پوره کولی

د نړیوال بندیزونو سره مخامخ طالبانو سږ کال دپاره د 2.6 اربه ډالرو بجټ برابر کړی کوم چې د وړاندې نه 500 ملیون ډالر خساره لري.

په افغانستان کې سیو د چلډرن نومې امدادي ادارې ویاند عاشق الله مندوزي وایس اف امریکا ته ویلي د تعلیمي نظام ړنګېدو نه بچ کولو لپاره دا وخت 187000 استاذانو ته د معاشونو لپاره پکار دي.

دی زیاتوي د افغانستان د زدکړو وزارت څرګنده کړې چې صرف 30٪ استاذانو ته د معاشونو ورکولو توان لري، کوم چې پرمختیايي کارونو لپاره د فنډونو نیشتوالی په سبب د سرکاري ودانیو خطرناکه حالت ښکاره کوي.

تیرکال افغانستان کې د طالبانو واک ته د راتلو ورسته د پرمختیا لپاره خارجي مالي مرستې وتړل شوې چې پکې د تعلیمي نظام مرستي هم شامل دي خو د بشري مرستو لړۍ ه دوام لري کومې چې زیاتره په هیواد کې د قحط سالۍ مخنیوي لپاره کارول کیږي .

مالي مرسته کونکي په کلکه د تعلیم لپاره د طالبانو د پالیسیو په سختۍ سره مخالفت کوي په خاصه توګه د جینکو د ښونځیو د تړلو په خبره باندې.

بهتره سباون په نوم کلیفورنیا کې د افغانستان تعلیم چارو لپاره کارکونکې غیردولتي ادارې مشر غلام محمد فدا وايي د طالبانو خراب سیاست او د مرستندویه ادارو د مرستو د نیشتوالي په سبب د افغانستان تعلیمي نظام د تباهۍ سره مخ دی.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې تعلیمي نظام د لسیزو راهسې جګړو له کبله ویجاړ شوی او نزدې څلور ملیونه افغان ماشومان د زدکړو نه محرومه دي.

د جنورۍ او فرورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د تعلیم څانګې یونیسف د استاذ په سر سل ډالره ورکړې خو دغه مرستې ورستو له هغې وتړل شوې کله چې طالبانو د جینکو د ښونځیود پرانستلو د خبرې نه د مارچ په میاشته کې په شا شول.

د یونیسف ویاند جوۍ انګلش وایس اف امریکا ته ویلي، دې کې شک نشته چې تعلیمي نظام د مشکل سره مخ دی خو په ګرد هیواد کې د تعلیم لپاره د مرستوغوښتنو ته اړتیا ده چې د ماشومانو زدکړو ته لاس رسايي یقیني شي.

د افغانستان په زیاتره برخو کې د شپږم صنف نه پورته د جینکو ښونځي د تیر یوکال راهسې تړلي پراته دي او د طالبانو چارواکي وايي دوۍ په دې اړه د مذهبي علماؤ پریکړې ته سترګي چې له هغې ورستو به دا ښونځي پرانزي.

د ګردې نړۍ او داخل نه د تنقید پرته طالبانو تر اوسه داسې کوم څه نه دي ویلي چې کله به د جینکو ښونځي پرانزي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي