تحریک به د شگو د بوجۍ په شا د ناستو خلقو خلاف چلوو : ایمل ولي خان

د عوامي نیشنل گوند د پښتونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان ويلي دي د وسني حکومت خلاف نه بلکې د هغو خلقو خلاف به تحریک چلوي چا چې دا حکومت جوړ کړی دی. هغه د وي او ای ډیوه سره په فیسبک مرکه کې وویل:

"د حکومت خلاف تحریک نه دی پکار ځکه چې دا خو د شگو بوجۍ ده"

د ایمل خان په خیال دشگو بوجۍ چاته نقصان نه شي رسولې، هغه وویل چې اصلي خلق هغه دي څوک چې د شگو د بوجۍ شاته ناست دی او دا بوجۍ (حکومت) استعمالوي.

د ایمل ولي خان مطابق وس وخت دی چې د پاکستان هره اداره دې په خپل چوکاټ کې کار کوي. د ایمل ولي په خیال که داسې نه وي نو د ادارو تر منځ هم گډوډې جوړیدی شي:

" د لوېی ادارې دننه د بد اطمینانۍ خبرې کېږي"

د هغه نه چې تپوس وشو د لوی ادارې نه ستا مطلب څه دی؟ نو هغه ووېل:

"زما مطلب فوځ دی"

ایمل ولي خان تیره میاشت دملت پال عوامي نیشنل گوند د پښتونخوا صوبې صدر جوړ شوی دی.

ایمل ولي خان وویل چې په پاکستان کې په تېرو اتوو میاشتو کې ډېرې مسلې پیدا شوي دي, پکار ده ټول گوندونه راټول شي، هغه وویل:

"د عوامو د پاره رایو ځای کیدل پکار دي"

په پاکستان کې تیره اونۍ د پیپلز گوند په روژه ماتي کې د حکومت مخالفه سیاسي گوندونو مشران راغونډ شوي وو چې ایمل ولي خان هم پکې موجود وو.

د ایمل ولي خان مطابق په دغه غونډه کې فیصله وشوه د وړوکي اختر نه پس به په اسلام اباد کې ټول گوندیزه غونډه کیږي او په هغې کې به د تحریک لپاره تگ لاره تیاریږي.

خو ایمل ولي خان دا هم وویل که نور گوندونه څه هم کوي د دويي گوند به د خپلې صوبې د وسایلو تپوس کوي. د ایمل ولي تر مخه دا وخت په صوبه کې تر ټولو ستر چیلنج معاشي دی:

" په پښتونخوا کې دويي (پاکستان تحریک تنصاف) معاشي تباهي وکړه.. د تیرو پینځوو کالو بجټونه لیپس (عبس) شو ، دا هر څه د قسته وشو چې دا فنډونه (پنگې) بیرته وفاق ته لاړې شي"

ایمل ولي خان د یو تپوس په ځواب کې وویل چې په پاکستان کې دننه یواځې پښتون نه، هر وړوکي قام ته ژوند تیرول ډیر گران دي، خو د پښتنو نسل کشي روانه ده:

"زما د جرگې مرکې خلق وژلې کیږي، زما د قام په مشرانو حملې کېږي، زما په جماعتونو حملې کیږي، زما په سکولونو حملې کېږي، زما په یونیورسټیانو حملې کېږي، زما په عزتونو حملې کېږي"

د ښاغلي ایمل نه چې تپوس وشو دا حملې څوک کوي نو هغه وویل:

"دا هر څه چې زمونږ په خاوره اور بل دی دا هر څه مونږ ته د ضیاالحق د پالیسۍ نه ورستو میلاویږي، زه به ورسره تړلې خبره وکړم چې په افغانستان کې جهاد نه وو فساد وو"

هغه غوښتنه وکړه چې دا کار چې چا شروع کړی وو خپله غلطي دې ومني.

په ورستیو کې لیدل شوې ده، د عوامي نیشنل گوند یو شمېر غړي د پښتنو د بشري حقونو لپاره مبارزه کونکي بې وسلې تنظيم پښتون ژغورنې غورځنگ په احتجاجي غونډو کې گډون کوي، په دې حقله د یو تپوس په ځواب کې ایمل ولي خان وویل چې که د گوند کوم ملگری که بل یو فورم ته ځي نو اجازت دې واخلي گني نو گوند به یې په ضد کارروايي کوي. هغه وویل دی د هغوي (پي ټي ایم) په غم کې شریک دی:

"هرځای چې پرې سخته خبره راغلې ده زه ورسره ولاړ یم"

ددې سوال په جواب کې چې تاسو د پي ټي ایم د غوښتنو سره متفق یې ؟ ایمل ولي خان وویل:

"زه د خپل تحریک سره ولاړ یم، زه د خپلې پارټۍ سره ولاړ یم، زه د پښتنو چې څه مسایل دي چې هغه هر ځای دي زه د هغې اواز اوچتومه نه چې د بل سړ ي سوچ یا فکر، زه نه چا پسې ودریږمه نه څوک ځان پسې ودرومه، زما سره د باچا خان بابا سوچ دی، او د هغې سوچ او د فکر لاندې خپل منزل ته روان یم، زه که هغه پي ټي ایم دی که هغه نور پښتانه دي، که هغه افتاب خان دی که هغه د بلوچستان واله محمود خان اچکزی دی، زړگیه، زه نه چا پسې ودریږمه او نه څوک ځان پسې ودرومه، زه نه د چا حامي یمه او نه د چا مخالف یمه، زه د پښتون قوم حامي یمه، د پښتون قوم د حق د پاره که هر څوک اواز اوچتوي زه د هغه سره اواز اوچتولو ته تیار یم، زه نه چا سره جنگ کولو ته تیار یم، زه نه چا سره ملگرتیا کولو ته تیار یم، زما خپل سوچ او فکر دی د خپل سوچ او فکر لاندې روان یم، که چرته هم زمونږ د قام په انټرسټ (مفاد) خبره سمون خوري مونږ به پرې یو ځای یو، که نه خوري مونږ به نه یو"

تفصيلي مرکه په لانديني لینک کتلی شئ چې رحمان بونیري ورسره کړېده