د افغانستان په جنوبي زابل ولایت کې د امریکائي ځواکونو د پاره رسد وړونکی هیلې کاپټر غورځیدلی دی، په نتیجه کې هیلې کاپټر کې سواره څلور تاجک شهریان مړه شوې دي.
سپریم گروپ نومې کمپنۍ په خپل یو بیان کې وئیلي زابل کې د خالي په ورځ رامنځته شوې پیښې تحقیقات يي شورو کړې دي.
کمپنۍ وئیلي هیلې کاپټر د امریکائي ځواکونو د پاره خوراک او اوبه وړلې او د پرواز په مهال د قندهار په ختیز کې په غرونو کې ووغورځیدو.
سپریم گروپ وئیلي هیلې کاپټر د سینټرل ایشیا نومې کمپنۍ د استعمال د لاندې وو.