فلسطيني چارواکي وايي په غزه کې اسرایلي بمبارۍ ۱۶ کسان وژلي

اسرایلي ځواکونو د لبنبان سره په پوله په اسمان کې رڼاګانې خورې کړي

اسرایلي ځواکونو د ګل، دوشنبې، په ورځ په غزه کې هوايي حملې وکړې او د فلسطيني چارواکو په قول په حملو کې ۱۶ کسان ووژل شوو. بلخوا د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل په جنوبي لبنان کې يې د حزب الله ډلې د راکټ لانچرو د ويشتلو ۲۰ ځایونه او نور عسکري سهولتونه تباه کړل.

په غزه کې د اسرایل په بمبارۍ کې د کډوالو په النصیرت کېمب کې یو کور ولګېدو چې له امله يې ۱۰ کسان ووژل شوو او ۱۳ نور زخمیان شول. شپږ نور کسان د غزه ښار په یو کور کې ووژل شوو. دا خبرونه د حماس د حکومت امدادي کارکوونکو اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته ورکړل.

په وژل شویو کسانو کې څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

په عېن حال کې اسرایلي پوځ دا خبر ورکړو چې په اپر ګليلي نومي سیمه کې د سایرنونو د غږېدو وروسته يې دوه مشکوک هوايي شیان چې د لبنان څه اسرایل ته داخل شوي وو د ګولان یا جولان په غونډیو کې وغورځېدل.
اسرایلي ځواکونو په جنوبي لبنان کې د حزب الله قریباً ۲۰ د حملو ځایونه او نور عسکري سهولتونه تباه کړل.

د اتوار، يکشنبې، په سحر اسرایلي پوځ وویل اسرایل تر ۴۰ پورې په هوا کې تلونکي شیان د اسرایل په لورې راويشتلي وو چې په اپر ګلیلي جولاین په غونډیو کې وغورځېدل.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اتوار، یکشنبې، په ورځ لبنان سره د اسرایل په شمالي سرحد چېرته چې په زرګونو خلک بې کوره شوي، صورتحال په مستقل ډول د پاتې کولو وړ نه دی. هغه وویل اسرایل به هر ممکن ګام اخلي چې بې کوره شوي خلک په محفوظ ډولو خپلو کورونو ته واپس کړي.

هم د اتوار، يکشنبې، په ورځ اسرایلي پوځ هغه تن په ډزو ووژلو چې د زوړ یروشلم ښار په دزوازه يې په یو محافظ د چاقو حمله کړې وه. پولیس د ترهرګرۍ حمله وبلله.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د یمن د هوثي باغیانو یو مزایل په مرکزي اسرایل کې په یو مېدان کې وغورځېدو. د مزایل له امله د اتل ابیب په بن ګورین هوايي اډه د حملې سایرنې وغېږې.

نېټن یاهو لوظ وکړو چې د حملې بدل به اخلي او ويې وېل پکار ده چې هوثي باغیانو ته تراوسه معلومه شوی وی چې مونږ مونږ ته د نقصان ر سوولو د کوښښ دروند قیمت اخلوو.

په غزه کې د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې هوثیانو د اسرایل په لوري ګڼ شمېر ډرون او مزایلي وېشتلي دي خو قریباً د ټولو ويشتل شويو شیانو لاره د سور سمندر دپاسه نیول شوې.

هوثیان د ایران حمایت یافته په هغه ګڼ شمېر ډلو کې شامل دي چې په اسرایل د حماس د حملې وروسته په شخړه کې ککړ شوي دي. په اووم اکتوبر په اسرایل دحماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې دحماس خلاف جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي له امله يې په غزه کې د ۴۱۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.