په سوډان کې د پوځ او ملېشې په جګړه کې د ۹۰ نه زیات ملکي کسان وژل شوي

د رويټرز خبري ادارې ترمخه سوډان د پوځ د ځینو دستو او د رېپېډ سپورټ فورس نومې ملېشې ځواکونو جګړه د خالي، شنبې، په ورځ شروع شوه

د رويټرز خبري ادارې ترمخه سوډان د پوځ د ځینو دستو او د رېپېډ سپورټ فورس نومې ملېشې ځواکونو جګړه د خالي، شنبې، په ورځ شروع شوه

د ډاکټرانو یوې ډلې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې په سوډان کې د پوځ او د ملېشې ځواکونو په جګړه کې د ملکي کسانو د مرګونو شمېره د روېټرز خبري ادارې ترمخه لږ تر لږه ۹۷ ته رسېدلې او ۳۶۵ کسان زخمیان شوي دي. ځينې نور رپورټونه د زخمیانو تعداد ۶۰۰ ښښي.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه سوډان د پوځ د ځینو دستو او د رېپېډ سپورټ فورس نومې ملېشې ځواکونو جګړه د خالي، شنبې، په ورځ شروع شوه.

د پوځ دستې د سوډان د موقتي حکومتي ادارې د مشر جنرل عبدالافح البرهان حمایت کوي او د ملېشې دستې د جنرل حمدان دګالو پلوي کوي چې د موقتي حکمران شورا نایب مشر دی.

متحده قومونو د اتوار، يکشنبې، په ورځ د سوډاني پوځ او د ملېشې په جګړه کې د دریو ورځو د ډز بندۍ اعلان وکړو خو مطبوعاتو او مقامي خلکو ویلي د اتوار، يکشنبې، په شپه درنې چاودنې، ډزې او د ار اېس اېف په هدفونو د هوايي بمبارۍ غږونه اورېدل کېدل.

د اتوار، يکشنبې، په سحر د سرښار خرطوم په مرکز، د پوځ د مرکز او د صدارتي محل چار چاپېره ډزې اورېدلی شوې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه پوځ او ملېشې دواړو د سټرېټيجېک ځایونو د نیولو دعوې کړي دي.

په سوډان کې د کرپشن ضد ادارې مشر سلېمان بلدو د وي او ای خبریال جېمز بټي ته ویلي داسې ښکاري چې جګړه به ودرېږي.

د امریکې او برطانيې خارجه وزیرانو غوښتلي چې په سوډان کې دې تشدد په سمدسي ډول ودرول شي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د هغه برطانوي هم منصب جېمز کلېورلي په سوډان کې د سولې غږ د جي تنظيم د غوڼدې په څنډه کې وکړو.

د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس په سوډان کې د جګړې غندنه کړې. په جګړه کې د متحده قومونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام درې کارکونکي هم ويل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي