امکان لري د غزې د بیارغولو لپاره د عرب هېوادونو په متبادل پلان 20 ارب ډالر ولګول شي

د اردن، سعودي عرب، قطر او متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیران په قاهره کې په یوه غونډه کې د غزې په اړه د ټرمپ پر وړاندیز غور کوي. د دې غونډې مشري د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعطي کوي. د فبروري اوله، 2025.

د مصر دوه امنیتي سرچینې وایي چې تمه ده د دغه هېواد صدر عبدالفتاح السیسي د غزې د بیارغونې د عربي پلان په اړه د خبرو لپاره د پنجشنبې- زیارت په ورځ ریاض ته لاړ شي. ویل کېږي چې د دې پروژې لپاره عرب هېوادونه ۲۰ ارب ډالر برابرولی شي.

تمه ده عرب هېوادونه د جنګ له ختمېدو وروسته د غزې د بیارغونې په دې پلان بحث وکړي، چې هدف یې د امریکې د صدر ډونلډ ټرمپ هغې وړاندیز ته بدیل وړاندې کول دي، چې ویلي یې وو غزه د امریکا تر کنټرول لاندې راولي.

صدر ټرمپ ویلي وؤ ټول فلسطینیان به د عرب هېوادونو په پرمختللیو سیمو کې مېشت کړي، او غزه ته به نوی جوړښت ورکړل شي. د ټرمپ دا وړاندیز ډېری عرب هېوادونو رد کړی دی.

د دې عربي پلان د ارزونې لپاره د مارچ پر ۴مه په قاهره کې د عرب هېوادونو سرمشریزه غونډه جوړېږي. د رویټرز د معلوماتو له مخې، له دې غونډې وړاندې به مصر، اردن، متحده عرب امارات، قطر او سعودي عرب د خپل پلان د ارزونې لپاره په ریاض کې سره جرګه شي.

د ځینو سرچینو په وینا، د سعودي عرب په کوربه‌توب به د جمعې په ورځ د اردن، مصر، اماراتو او قطر مشران غونډه وکړي، خو ځینو سرچینو ویلي چې لا تر اوسه د دې غونډې نېټه رسمي نه ده اعلان شوې.

عرب هېوادونه د ټرمپ د هغې طرحې له امله ناهیلي دي، چې غوښتل یې فلسطینیان له غزې وباسي او د دوی ډېره برخه اردن او مصر کې بیا مېشته کړي.

قاهرې او عمان د ټرمپ دا وړاندیز سمدستي رد کړ او وي ویل چې دا کار به سیمه له سختې بې‌ثباتۍ سره مخ کړي.

د دې عربي بدیل پلان ډېره برخه د مصر پر نظریې ولاړه ده، چې پکې غزه کې د یوه داسې حکومت د جوړولو خبره شوې چې حماس به پکې شامل نه وي، یوه ملي فلسطیني کمېټه به جوړیږي، فلسطینیان به له خپلو سیمو نه ویستل کېږي، او د نړیوالې همکارۍ له لارې به د غزې بیا رغونه کېږي.

د اماراتو یو سیاست پوهه عبدالخالق عبدالله وایي چې که عربي او خلیجي هېوادونه ۲۰ میلیارد ډالر ورکړي، دا به ټرمپ ته د دې پلان د منلو یو مهم دلیل شي.

عبدالله زیاتوي چې ټرمپ د تجارتي معاملاتو سړی دی، نو دا پیسې به د هغه لپاره یو مهم لامل شي چې دې پلان ته مثبته کتنه وکړي.

دغه اماراتي سیاست پوهه وايي چې دا پیسې به نه یوازې د فلسطین لپاره، بلکې د امریکايي او اسرایلي کمپنیو لپاره هم ګټورې ثابتې شي.

د رویټرز د مصري سرچینو له مخې، لا هم د عربي هېوادونو د مالي مرستو د کچې په اړه خبرې روانې دي. سرچینې وایي چې د بیا رغونې دا پروژه به په درې کلونو کې بشپړه شي.

د امریکا سینیټر ریچارډ مینتھال چې په اسرایل کې دی، ویلي یې دي چې د عرب هېوادونو له مشرانو سره یې بحثونه کړي، او د اردن پاچا عبدالله سره د لیدنې وروسته دې نتیجې ته رسېدلی، چې عرب هېوادونه د خپلې برخې یا ونډې په اړه جدي غور کوي.

د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار ویلي چې تل‌ابیب د دې عربي پلان د ارزونې په تمه دی، خو خبرداری یې ورکړی چې که د غزې په اداره کې حماس شامل وي، نو دا پلان به د دوی لپاره د منلو وړ نه وي.

هغه ویلي: "کله چې موږ د دې پلان جزییات ترلاسه کړو، بیا به پرې خپل دریځ روښانه کړو."

شپږ یرغمل د شنبې په ورځ خوشې کېږي

د اسوشیېټډ پریس د معلوماتو له مخې، اسرایل او حماس د غزې د اوربند د دویم پړاو لپاره غیر مستقیمې خبرې پیلوې، او حماس ویلي چې دا اوونۍ به نور یرغمل خوشې کړي او د وژل شویو څلورو کسانو مړي به وسپاري.

په غزه کې د حماس یو مشر خلیل الحیا ویلي چې د پنجشنبې په ورځ به د دوو ماشومانو په ګډون د څلورو یرغملو مړي وسپاري، او د شنبې په ورځ به شپږ نور ژوندي یرغمل ازاد کړي.

د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر دا تایید کړې چې د شنبې په ورځ به شپږ یرغمل خوشې کېږي، څلور مړي به د پنجشنبې په ورځ، او څلور نور به راتلونکې اوونۍ وسپارل شي، خو د هغوی نومونه نه دي خپاره شوي.

یو اسرایلي چارواکي ویلي چې د مړو هویت به تر رسمي اعلان وړاندې وڅېړل شي.

د اوربند د دویم پړاو خبرې د فبرورۍ پر ۴مه د قطر په کوربه‌توب پیلېدلې، چې پکې مصر او امریکا د منځګړو رول لري، خو تر اوسه دا خبرې نه دي ترسره شوې.

د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار ویلي چې د دې خبرو پیلېدل به همدا اوونۍ وشي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر ۷مه هغه مهال پیل شوه، کله چې حماس په اسرایل برید وکړ. د اسرایل په وینا، پدې برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ تنه یرغمل ونیول شول.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت وایي چې د اسرایلي پوځ عملیاتو کې تر ۴۷ زره ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان او مېرمنې دي. خو اسرایل ادعا کوي چې په وژل شویو کې ۱۷ زره تنه وسله وال هم شامل دي.

امریکا، اسرایل، او ګڼ نور هېوادونه حماس یو ترهګر تنظیم ګڼي.

(ددې رپورټ معلومات د اسوشیېټډ پریس او رویټرز څخه اخستل شوي دي)