اېمنېسټي انټرنېشنل په پاکستان کې د سوشل میډیا د فعالانو ګرفتاري غندلې

اېمنېسټي انټرنېشنل وویل د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف اي ای هغه اته کسان ګرفتار کړي دي چې د سماجي رابطې په وېب پاڼه ټویټر یې په حکومت تنقید کړی و

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل په پاکستان کې د سوشل مېډیا د اتوو فعالانو د ګرفتارۍ غندنه او د دوی د ازادۍ غوښتنه کړې ده او ویلي یې چې په پاکستان کې د ډیرې مودې راهسې د رای ازادي چقول کېږي.

اېمنېسټي انټرنېشنل وویل د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف اي ای هغه اته کسان ګرفتار کړي دي چې د سماجي رابطې په وېب پاڼه ټویټر یې په حکومت تنقید کړی و.

اېمنېسټي انټرنېشنل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل چې اېف اي ای د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ دغه ګرفتارۍ په پنجاب صوبه کې کړې دي او په نیول شویو کسانو د ریاستي ادارو د بدنامولو الزام لګول شوی دی.

په پنجاب کې سوشل میډیا د فعالانو د ګرفتارۍ رپورټ د پخواني وزیراعظم عمران خان حکومت د ختمېدو وروسته مخې ته راغلی دی.

د عمران خان حکومت د ختمیدو وروسته د هغه پلویانو په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه کړي دي او مطبوعاتي رپورټونه وايي په مظاهرو کې د پوځ په ضد نعرې هم پورته کړی شوي دي.

اېمنېسټي انټرنېشنل وویل د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سوشل میډیا څانګې داسې کېمپېن شروع کړی چې غواړي په پوځ، عدلیه او د ملک په نوي حکومت تنقید وکړی شي.

اېمنېسټي انټرنېشنل وویل اېف ايي ای مطبوعاتو ته ویلي چې په پنجاب کې ګرفتارۍ د کوم مخالف سیاسي ګوند سره تړون نلري.

د جنوبي اېشیا دپاره د امنېسټي انټرنېشنل څېړونکي دنوشیکا دېسانیاکی پکار ده چې پاکستاني مامورین د هغه قانون استعمال ختم کړي چې دلارې یې په انټرنېټ د رای په اظهار خلک نیول کېږي.

دېسانیاکی وویل د ډیر وخت راهسې پرله پسې پاکستاني حکومتونه دغه قانون د پرامنه مخالفت او د حزب اختلاف د چقولو دپاره کاروي.

د اېمنېسټي انټرنېشنل چارواکي وویل په پنجاب کې نیول شوي اته کسان دې په غیر مشروط ډول زر تر زره ازاد کړی شي.