اسرایل ویلي د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل رپورټ چې په هېواد يې په غزه کې د جېنسایډ یا د نسل وژنې الزام لګولی په "مکمله توګه غلط او په دروغو" بنیاد لري. اسرایل اېمېنسټي انټرنېشنل د غندنې وړ او "جنوني" تنظیم وبللو.
په لندن کې مېشته اېمنېسټي انټرنېشنل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو رپورټ شایع کړو چې په کې وېل شوي اسرایل او د اسرایل پوځ په غزه کې د جېنسایډ یا د نسل وژنې خلاف خلاف د ملګرو ملتونو د کال ۱۹۴۸ کنوېنشن یا د تړون خلاف ورزي کړې ده.
د رپورټ ترمخه دغه کنوېشن د نسل وژنې یا د جېنسایډ په تشریح کې وايي داسې ګامونه جېنسایډ ګڼل کېږي چې مقصد يې یو قوم، قبیله، نسل او یا یوه مذهبي ډله په جزوي او یا په مکمله توګه تباه کول کوي.
قریباً د ۳۰۰ صفحو په رپورټ کې په اسرایل د حماس د حملو نه واخلې په غزه کې د جنګ د نهو میاشتو وخت ته کتنه شوې ده. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې حماس خلاف په پراخه کچه ځمکني او فضايي عملیات شروع کړل.
اېمېنسټي انټرنېشنل وویل د سلګونو په شمېره کې د اسرایلي چارواکو داسې بیانونو چې خلک په کې غېرانساني بلل شوي وو او د نسل وژنې خبرې په کې شوې وې او د غزه نه د رپورټونو په بنیاد تنظیم دې تنیجې ته ورسېدلو چې اسرایل په غزه کې د نسل وژنې مرتکب وبلي.
اېمنېسټي انټرنېشنل په خپل رپورټ کې وویل د ۲۰۲۳ د اکتوبر د میاشت نه واخلې د کال ۲۰۲۴ د اپرېل د میاشت پورې د اسرایل په ۱۵ فضايي حملو کې د ۱۴۱ ماشومانو په شمول ۳۳۴ کسان ووژل شوو خو تنظیم وویل داسې څه شواهد نه وو چې دغه حملې په عسکري هدونو شوې وې.
تنظیم وویل په غزه کې خلکو ته د انخلا احکامات چې په سبب يې د سیمې د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ زیاتره برخه بې ځایه شوې ده او غزه ته امداد په رسوولو کې خنډان د اسرایل داسې ګامونه دي هدف يې فلسطینیان په ورورو وژل دي.
د اېمنېسټي انټرنېشنل سېکرېټري جنرل اېګنېس کېلامار په رپورټ کې وویل پکار ده چې د تنظیم موندنې د نړیوالې ټولنې رابېداره کړي چې دا جېنسایډ دی.
کېلامار وویل امریکا چې د اسرایل لوی حمایتي ملک دی او نور هېوادونه چې اسرایل ته وسله ورکوي د دې خطر سره مخامخ دي چې په نسل وژنه کې شریک وبلل شي.
د اسرایل خارجه وزارت په اېکس خپل بیان کې د اېمنېسټي انټرنېشنل رپورټ جعلي وبللو او ويې وېل دا حماس و چې په اووم اکتوبريې په اسرایل د نسل وژنې او د قتل عام حمله وکړه. اسرایلي خارجه وزارت وویل د دغې حملې راهسې اسرایل هره ورځ په اووه محاذونو د حملې په ضد د نړیوال قانون سره سم خپله دفاع کوي.
د امریکې واشنګټن پوسټ اخبار وویل د اسرایل د پوځ یو بیان يې ترلاسه کړی دی چې په کې د اېمنېسټي انټرنېشنل د نسل وژنې الزامات بې بنیاده بلل شوي دي او په کې وېل شوي چې تنظیم د حماس دلاسه د نړیوال قانون خلاف ورزۍ نظر انداز کړي دي چې حماس قصداً په اسرایل کې ملکي خلک په هدف کوي او انسانان د ډال په څېر استعمالوي.
په اسرایل کې د اېمېنسټي څانګې هم په اسرایل د نسل وژنې په الزاماتو پوښتنې راپورته کړې دي او ویلي يې دي چې داسې کوټلي شواهد نشته چې جېنسایډ شوی دی.
د اېمنېسټي په اسرایل کې دفتر وویل ادارې د رپورټ دپاره په څېړنه کې يې برخه نه ده اخیستې خو د انسانیت خلاف د اسرایل د ممکنه جرمونو په اړه د تحقیقاتو ضرورت دی.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل په جنګ کې د غزه د صحت وزارت وايي د ۴۴۵۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې د نیمې نه زیاته شمېره په کې د ښځو او ماشومانو ده. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
اسرایل وايي د حماس وسله وال د رهایشي عمارتونو، سکولونو او د هسپتالونو څخه عملیات کوي خو حماس دا خبره ردوي.
د اېمېنسټي انټرنېشنل رپورټ په هغه زیاتېدونکو اوازونو کې شامل دی چې په اسرایل د غزه په جنګ کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو الزامات لګوي. تېره میاشت انټرنېشنل کريمینل کورټ د جنګي جرمونو په الزام د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د اسرایل د دفاع پخواني وزیر یواو ګېلانټ د ګرفتارۍ احکامات یا وارنټ جاري کړل. عدالت د حماس د ځینو مشرانو د ګرفتارۍ وارنټونه هم جاري کړل.
جنوبي افریقي د ملګرو ملتونو انټرنېنشل کورټ اف جسټس یا د انصاف نړیوال عدالت ته د نسل وژنې د الزاماتو په سر د اسرایل خلاف مقدمه شروع کړې ده. اسرایل دغه مقدمه رد کړې ده.