ايمنسټي انټر نيشنل : پاکستان دې نيول شوې عيسوئي ماشومې ته تحفظ ورکړي

دپنجاب د پخواني گورنر سلمان تاثير او دپاکستان په وفاقي کابينه کې داقليتي چارو ديواځيني عيسوئي وزير شهباز بهټي دوژنې وروستو په لويديز کې پاکستان کې دمذهبي عدم برداشت په اړه انديښنه راولاړه شوې ده

د بشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټر نيشنل په پاکستان ټينگار کړى چې د مذهب د سپکاوي په اړه د خپلو قوانينو اصلاح وکړي او هاغې عيسوئي ماشومې ته دې تحفظ ورکړي چې دقران پاک دپاڼو دسوځولو په تور نيول شوې ده.
بل لوري ته پوليسو دهاغو 150ؤ کسانو په ضد کيس جمع کړى چې دمذهب دسپکاوي په تور دنيول شوې عيسوئي ماشومې په ضد يې دتشدد څخه ډک احتجاج کولو، دغو مظاهره چيانو ديادې شوې ماشومې په ضد دکارروايۍ کولو غږ کولو.
داسلام اباد دپوليسو يو وياند وائي چې په دغو احتجاج کوونکو اولسي او شخصي ځائيونو او گاډو ته دزيان رسولو او دټائرونو په سوځولو سره دسړکونو دبندولو تورونه لگول شوي دي.
دريشما( چې له دې وړاندې هغه دريفتا په نوم هم ياده شوې وه ) د10 او 13ؤ کالو ترمينځ عمر لري دزيارت په ورځ پوليسو داسلام اباد څخه وروستو له هغې ونيوله چې يو شمير مظاهره چيانو هغې ته دسزا ورکولو غوښتنه وکړه.
دجنوبي ايشياء لپاره دايمنسټي انټر نيشنل ډائريکټر پولي ټرسکاټ پخپل يو جاري کړي بيان کې وئيلي دي چې ددغه کيس څخه په پاکستان کې دقانون دواکمنۍ نشتوالى او دمذهب په سپکاوي تورنو کړل شوؤ کسانو ته پيښې خطرې څرگندې شوي دي.
معلومه شوې ده چې ددغه پيښې وروستو په سيمه کې ميشته عيسويان دويرې له امله نزدې مهراباد ته تښتيدلي او دپاکستان صدر اصف علي زرداري دگل په ورځ اړونده چارواکو څخه ددغه پيښې په اړه وضاحت غوښتى ؤ.
که هر څو ټرسکاټ په دغه معامله کې دصدر اصف علي زرداري دردعمل ستائينه کړې خو خبردارى يې ورکړى چې دهغه ددغه گام ارزښت به تر هاغه وخته پورې کم وي ترڅو چې دمذهبي سپکاوي په اړه قوانينو کې داصلاح لپاره سترې هڅې ونۀ کړل شي او دا خبره باوري کړل شي چې دشخړو په هواري ددغو قوانينو بې رحمانه استعمال ونۀ شي يا اولسي وگړي ددې جوگه شي چې معاملې پخپلو لاسونو کې واخلي.
دپنجاب د پخواني گورنر سلمان تاثير او دپاکستان په وفاقي کابينه کې داقليتي چارو ديواځيني عيسوئي وزير شهباز بهټي دوژنې وروستو په لويديز کې پاکستان کې دمذهبي عدم برداشت په اړه انديښنه راولاړه شوې ده، ځکه چې دغه دواړه لوړپوړي چارواکي وروستو له هغې وژل شوي وؤ چې هغوي دمذهب دسپکاوي په اړه قوانينو کې داصلاح غږ پورته کړو.
سيمه ييز خلک وائي ريشما ماشومې دگند ديو ډيري څخه په کور کې دپخلي لپاره څو پاڼې راټولې کړې وې او کله چې چا وليدل چې ددغو پاڼو باقيات دگند په توگه غورځيدلي نو يو سيمه ييز مُلا يې خبر کړو.
بايد وويل شي يوه عيسوئي مور اصيه بي بي ته په کال 2010م کې دمذهب په سپکاوي دمرگ سزا اورول شوې وه او هغه اوس هم په بند کې ده او تيره مياشت دخلکو يوې ډلې په دماغي توگه خراب يو تن په مرکزي پنجاب کې دپوليسو ديوې تاڼې څخه په زور راويستلى ؤ او هغه يې په وهلو وهلو مړى کړى او وروستو يې د هغه مړى سوځولى ؤ، په دغه تن دقران پاک دپاڼو سوځولو تور لگول شوى ؤ.