د امریکې په نیومېکسیکو ریاست کې افغان کډوال ته د یو تن د وژلو په جرم د عمر قېد سزا اورول شوې

سید په ژبه پښتون دی، ترجمانانو به یې په مقدمه کې مرسته کوله او قتلونونه څو کاله مخکې په امریکا کې اباد شوی و

د امریکې په نیو مېکسيکو ریاست کې عدالت یو افغان کډوال محمد عاطف سید ته د یو مسلمان د وژنې په جرم د عمر قېد سزا اورولې او په اینده څو ورځو کې به په هغه د دوو نورو کسانو په وژنه کې هم مقدمه شروع کېږي.

سید په کال ۲۰۲۲ کې د ۴۱ کلن افتاب حسین د قتل په لړ کې ګرفتار شوی و. د حسین او د دوو نورو کسانو وژنې د نیو مېکسیکو ریاست د مسلمانانو ټولنه په ویره کې مبتلا کړې وه.

د نیومېکسیکو په البکرک ښار کې عدالت د ګل، دوشنبې، په ورځ خپله فېصله واروله.

سرکاري وکیلانو په مقدمه کې د سید د موبایل ډېټا هم عدالت ته وړاندې کړې وه چې ښيي د حسین د وژنې په وخت هغه هم په دغه علاقه کې و او یو تفتیشي افسر عدالت ته وویل د پېښې د موقعې نه خالي کالتوس د هغه ټوپک نه چلېدلي وو چې د سید د بسترې لاندې پټ کړی شوی و.

د سید د دفاع وکیلانو دا دلیل وو چې سرکاري وکیلانو داسې څه ثبوت نه دی وړاندې کړی چې ټوپک هم سید چلولولی و. د دفاع وکیلانو عینې شاهدین عدالت ته نه وو او سید هم په خپله دفاع کې د څه وېلو نه انکار کړی و.

سرکاري وکیلانو د منصفانو د جرګي یا د جیوري په دې فېصله د خوښۍ اظهار وکړو چې حسین قصداً وژل شوی خو دا خبره يې هم ومنله چې جیوري په دې اړه څه نه دي ویلي چې سید حسین ولې ووژلو.

د سید د دفاع وکیلانو وویل چې د دوو نورو کسانو د قتل په لړ کې چې د سید مقدمې ختمې شي نو بیا به د هغه د سزا خلاف اپیل کوي. په دې دوو نورو وژنو کې هم د قتل محرکات نه دي معلوم.

په یو څو ورځو کې د کمین په طرز وژنو د چارواکو دا تشویش راپارولی و چې ایا د دې په شا نسلي یا مذهبي کرکه خو نه ده؟ خو بیا زر چارواکو ته معلومه شوه چې دا د کرکې د جرمونه نه دي او خپله د مسلمانانو د ټولنې څوک په کې لاس لري.

سید په ژبه پښتون دی، ترجمانانو به یې په مقدمه کې مرسته کوله او قتلونونه څو کاله مخکې په امریکا کې اباد شوی و.

د مقدمې په مهال سرکاري وکیلانو ویلي وو سید په ماضي کې هم په تشدد کې ککړ پاتې شوی خو د هغه د دفاع وکیلانو وویل چې هغه ته د کورني تشدد په لړ کې څه سزا نه ده شوي، يا څه جرم پې نه دی ثابت شوی.

په سید د ۲۷ کلن محمد افضاف حسېن او د نعیم حسېن د وژلو الزام هم دی. په دغه الزامات مقدمه لا نه ده شروع شوې.