د امریکې د کېلیفورنیا ایالت په یو عدالت کې چاودنې پینځه تنه ټپیان کړي

د امریکې د کېلیفورنیا ایالت چارواکي وایي، د چارشنبې- شورو په ورځ یو سړي د یو ځایي عدالت په هال یا لابي کې چاودېدونکي مواد چاودلي چې په نتیجه کې یې پینځه کسان ټپیان شوي او د عدالت په ګډون د ښار نورې مهمې سرکاري ودانۍ بندې کړل شوې دي.

عیني شاهدان وايي په عدالت کې دننه یو کس د اعتراض په ډول یوه چاودېدونکې وسیله وغورځوله او پولیس هم دا تایید کړې ده چې "چاودنه په قصدي ډول د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو په نتیجه کې شوې ده".

پولیس چارواکو ویلي، چاودنه په ځایي وخت د سهار په پاو کم نهه بجې د سانټا ماریا ښار په سانټا ماریا عدالت کې شوې ده او وایي یو مشکوک تن له چاودنې وروسته نیول شوی دی.

د ځایي کاونټۍ د پولیسو یا شېریف ویاند راکل زیک پر خپل ایکس لیکلي، نیول شوی مشکوک تن د لوی عمر دی او وایي هغه له لاسي جوړو چاودېدونکو موادو کار اخیستی دی:

زیک وروسته وویل چې نیول شوی کس یو سړی و او دا چې چاودنه د "قصدي ځای شوي" چاودیدونکي توکي څخه را منځته شوې. هغې وویل چې پلټونکي باور نه لري چې نور شکمن کسان شتون لري.

"د پلټنې مرحله ورو روانه ده او پلټونکي باور نه کوي چې اضافي مشکوک کسان به هم وي. د بم ناکاره کولو ډله د پېښې له ځایه معلومات را غونډوي او له مشکوک تنه پوښتنې روانې دي".

زیک تر چاودنې دستي وروسته ویلي وو دوه کسان ټپیان شوي دي خو د ماریان ځایي طبي مرکز ویاند سېنډي ډوسیټ وویل، روغتون یې په چاودنه کې د پینځو ټپیانو درملنه کوي.

ښاغلي ډوسېټ د ټپیانو په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی خو وایي دوه تنه په ډېر ښه حالت کې دي او درې نور هم له خطره وتلي دي.

د سانټا باربرا کاونټۍ د عدالت ایګزیکټیو افسر ډېریل پارکر وایي، چاودنه د فوجداري عدالت د ودانۍ په لومړي منزل کې شوې، چې د عدالت لوی کېمپس ته د ننوتلو او د وسلو د څارنې د نقطې په توګه کارول کېږي.

یو وکیل بیل اسمن وویل د سانټا ماریا د عدالت ودانۍ ته له داخلېدو وروسته یې شورماشور واورېده. وکیل فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، "ما د چاودنې غږ واورېد او چا چیغې وهلې چې دا بم دی، بم دی بم دی".

بیل اسمن وايي لسګونه کسان یې ولیدل چې تښتېدل او له چاودنې وروسته د خبري ایجنسیو په خپرو شویو عکسونو کې هم لیدل کېږي چې ګڼ شمېر خلک له عدالته را وتلي او د تېښتې په حال کې دي.

د سانټا ماریا د سیمې عدالت هغه ځای دی چې په 2005م کال کې د پاپ مشهور سندرغاړی مایکل جېکسن پکې د ماشومانو د جنسي ځورونې په تور عدالت ته وړاندې شوی وو.

دا چاودنه په داسې وخت شوې امریکا د صدارتي ټاکنو لپاره چمتوالی نیسي. د دغې میاشتې په پیل کې یو وسلوال کس په فلورېډا کې د ګلف په یو میدان کې د ریپبلکن ګوند د نوماند ډانالډ ټرمپ د وژلو هڅه کړې وه.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.