سياستدانان، قانون پوهان، د بشري حقونو فعالان او د ټولنيزو رسنيو کارونکي د پاکستان د پوځ د مشر په حېث د جنرل قمر جاوېد باجوه په شپږ کلن قیادت تنقید کوي او وايي د هغه په مشرۍ کې د پوځ امیج یا انځور ته زیان رسېدلی دی او پوځ د وسله والو خلاف د توقعاتو سره سمې کامیابۍ نه دي ترلاسه کړي.
څېړونکي وايي د جنرل قمر جاويد باجوه په وخت کې په سياست کې د پوځ د لاس وهنې، د اېکشن اېن اېډ اف سول پاور رېګولېشن د لاندې د عام ولس د بنیادي حقونو خلاف ورزۍ او د خلکو په زور د له درکه کېدلو له امله خلک د پوځ څخه زړه ماتي شوي وو.
د دفاعي چارو څېړونکي او مصنفه عایشه صدیقه وايي د وړو صوبو سیاستدانان به جنرل باجوه د "بې رحمه" پوځي مشر په حېث یادوي او د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورني غورځنګ، پي ټي اېم، ملاتړی علي وزیر د 2020 راهسې په زندان کې بند دی، د دې باجود چې مختلفو عدالتونو یې ضمانتونه منظور کړي دي. عایشه صدیقه وايي علي وزیر ځکه تراوسه په زندان کې دی چې جنرل باجوه د هغه د ازادېدو اجازت نه ورکولو.
مبصرین وايي د جنرل باجوه په وخت کې په ميډيا قدغنونه زيات شوي وو او د وسله خلاف مبازره قوي نه وه.
په پېښور کې مېشته قانونه پوهه او څېړونکی طارق افغان وايي چې جنرل باجوه " دور ته چې مونږ ګورو دا يو د دباو لاندې وخت وو، د پاکستان اصل طاقت او حکمراني د باجوه سره وه."
د جنرل باجوه جانشین جنرل عاصم منیر په 29 نومبر د پوځ کمان سمبال کړو او جنرل قمر جاوېد باجوه شپږ کاله د پوځ کمانډر پاتې کېدو وروسته ريټايرشو. څيړونکي وايي د پوځ نوی قيادت د ګڼ شمېر چېلنجونو سره مخامخ دی.
څيړونکی وايي د جنرل باجوه په وخت کې د وسله والو ضد مبارزه هغه ډول پياوړې نه وه څنګه چې په وړاندې وختونو کې پوځي چارواکو د کامیابیو دعوې کولې او د جنرل باجوه په دور کې د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره فعاله ساتل شوې ده.
د امنیتي چارو څېړونکی فخر کاکا خيل وايي د جنرل باجوه د پېش رو پوځي مشرانو په وختونو کې " لوي لوي کاميابۍ شوې د ترهګرو خلاف، خو د باجوه دور کې داسې کومې کاميابۍ نه دي ليدل شوي."
جنرل قمر جاويد باجوه د ريائير کېدو نه څو ورځې وړاندې دا منلې وه چې د پاکستان پوځ په سیاست کې مداخلت کړی دی خو د تېر کال راهسې يې فېصله کړې چې په سياست کې به لاس وهنه نه کوي. هغه دا هم ویلي چې پوځ د ملک د دفاع د پاره قربانۍ ورکړي دي.
د ریټایر کېدو نه مخکې جنرل باجوه د پاکستان د یو شمېر مسلو زمه وار سیاستدانا وبلل. هغه وویل د پخواني مشرقي پاکستان بېلېدل او د موجوده بنګله دېش جوړېدل د سیاستدانانو غلطي وه.د پاکستان پیپلزپارټۍ شریک مشر او خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري د مشرقي پاکستان د بېلېدل په اړه د جنرل باجوه خبره رد کړې او ویلي يې دي چې دغه د پوځ ناکامي وه.
محسن داوړ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر، شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او د اسمبلۍ د خارجه چارو کمېټۍ مشر دی، وايي د پوځ د مشر په توګه د جنرل باجوه وخت د "پوځي مداخلتونو په بدترینو دورونو کې یو و."