څېړونکي وایي سوات کې په بهرنیو سفیرانو شوی برید ښیي چې هلته وسله وال شته اؤ هر څوک په نښه کولی شي

څېړونکي وايي هغوئ نه شي ويلی چې په سوات او نورو ځايونو کې شوي بريدونه د افغانستان نه ترسره کېږي بلکې د هغوي په اند دلته وسله وال شتون لري او هغوئ په منظمه توګه په دې روستيو کې بېرته پښتونخوا ته راوستل شوي دي

څېړونکي او خبريالان وايي په سوات کې د بهرنيو سفيرانو قافله په نښه کول دا څرګندوي چې هلته لا هم وسله وال شته او هغوئ دا توان لري چې هرڅوک په نښه کړي.

دوي وايي وسله وال غواړي په سيمه کې هم اړی ګړی جوړ کړي او هڅه کوي د داسې خلکو په نښه کولو سره د ویرې ترهې چاپېریال رامنځته کړي.

څېړونکي وايي هغوئ نه شي ويلی چې په سوات او نورو ځايونو کې شوي بريدونه د افغانستان نه ترسره کېږي بلکې د هغوي په اند دلته وسله وال شتون لري او هغوئ په منظمه توګه په دې روستيو کې بېرته پښتونخوا ته راوستل شوي دي .

د پېښورپوهنتون د جرنلزم څانګې مشر ډاکټر فېض الله جان ډیوه سره خبرو کې وایي ټي ټي پي دلته یوازې د هغوي بریدونو ذمه واري پغاړه اخلي چې ګټه ورته رسوي.

د ښاغلي فېض الله جان په خبره "تر څو چې ددې سوال تعلق دی چې ترهګرو يا ټي ټي پي د دې بريد زمه واري ولې نه ده اخستې نو زما خپل فکر دا دی چې هغوي (ټي ټي پي) هم دې خبرو ته په ژور نظر سره ګوري چې د ځينو زمه واري اخستل پکار ده او د ځينو پکار نه ده او هغوي دې ته هم فکر کوي چې په کومه ذمه وارۍ اخستو کې ورته ګټه رسیږي اؤ کومې یې په نقصان تمامیږي"

هغه وایي "زه نه شم ويل چې هغوئ (ټي ټي پي) د دې زمه واري ولې نه اخلي خو مونږ دومره ويلی شو چې هغوئ ذمه واري نه ده اخستې نو دا بريد بيا هغوئ نه دی کړی"

د سپټمبر په ۲۳مه په سوات کې د سفارتکارانو یوه قافله په نښه کړل شوې وه اؤ تر هغې وړاندې د مارچ په ۲۶مه د پښتونخوا په بشام سيمه کې د چينايي انجينرانو په ګاډي ځانمرګۍ بريد شوی ؤ.

همدا شان د اپرېل په ۱۹مه په کراچۍ کې د جاپاني وګړو په ګاډي ځانمرګي بريد شوی اؤ وخت په وخت په بلوچستان اؤ د پاکستان نورو سیمو کې هم بهرني وګړي په ترهګریزو بریدونو کې په نښه کړل شوي دي.

څېړونکي وايي د وسله والو ډلو دا هم يوه سټرېټجي ده چې هغوي په غېرملکيانو باندې د شوؤ بريدونو زمه واري ښکاره په غاړه نه اخلي

خبریال شميم شاهد وي او ای ډيوه سره خبرو کې وایي پاکستان چې هر کله دعوه کوي چې افغانستان سره یې په پوله ازغن تار لګولی اؤ ځان یې خوندي کړی نو سوال دادی چې بیا ولې تر اوسه دلته د ترهګرۍ لړۍ تم نه شوه.

هغه وایي د افغانستان عام وګړي چې دلته پاکستان ته علاج د پاره راځي، یا دخپلو خپلوانو سره لیدلو لپاره راځي نو هغوي د ډیورنډ په کرښه نه شي را اوښتی "نو مونږ هم دغه تپوس کوؤ چې دا خلک افغانستان نه څنګه راځي او که ماته د کابل نه ټيلیفون راشي نو ما پسې خو پينځه منټه پۍ بل ټيلفون راشي چې دا تاسره چا خبرې کولې ؟"

څېړونکي وايي په پاکستان کې له هرې بدې پېښې ترسره کېدو وروسته د دې پړه په بهرني هېواد ور اچول کېږي خو خلک دې دا خبره نه هېروي چې په تېر حکومت کې طالبان سره د خپلو کورنيو بېرته پښتونخوا ته راوستل شوي دي.

ډاکټرفېض الله جان وایي سوات کې په سفارتکارانو د ترسره شوي برید له لارې ټولو سفارتکارو اؤ بهرنیو وګړو ته یو پيغام ورکړل شوی دی چې دا سیمه ستاسو د سرمایه کارۍ یا سیلګرۍ لپاره خوندي نه ده .

هغه وایي ددې برید له لارې بهرنیانو ته پېغام ورکړل شوی چې دا سیمه تاسو لپاره خوندي نه ده.

پاکستان کې په دې روستيو کې په بهرنيانو باندې د شوؤ بريدونو زمه واري نه ټي ټې پي، نه داعش خراسان او نه بلې کومې وسله والې ډلې په غاړه اخستې خو په تېرو وختونو کې په بلوچستان کې غېرملکيانو باندې د شوؤ بريدونو زمه واري بلوچستان لېبرېشن ارمي منلې وه.