د عوامي نیشنل گوند نه په ویستلو سپین روبی سیاست وال لطيف افریدی وايي "ازاد لطيف زنده باد" 

سپین روبي سیاست وال او د پېښور هاي کورټ بار ایسوسي ایشن صدر لطيف افریدي د پښتون ملتپاله عوامي نیشنل گوند نه د ویستلو ورسته کومه پښېماني نه ده ښودلې او وايي:

"لطيف ازاد شو ازاد لطيف زنده باد"

عوامي نیشنل گوند نن د سپټمبر په 2مه ښاغلی افريدی د گوند د بنیادي غړیتوب نه لری کړی دی او علت یې دا ښودلی دی چې هغه د گوند لخوا ورکړل شوي شوکاز نوټس ته ځواب نه دی ویلی.

د گوند د پښتونخوا صوبې زلمي صدر ایمل ولي خان لخوا په جاري کړی شوي اعلان کې وویل شوي دي لطيف افريدي د گوند د تنظيم خلاف ورزي کړې وه او ورته د مارچ په 23مه نیټه شوکاز ورکړی شوی وو.

ایمل ولي خان د خان عبدالغفار باچاخان کړوسی د عبدالولي خان نمسی او د اسفندیار ولي خان زوی دی. لطيف افریدی ددغه ټولو مشرانو سیاسي همفکره او نزدی ملگری پاتې شوی دی.

لطيف افريدي د خپل بینادي رکنيت په ختمیدلو وویل دا ښه شوه چې اوویستل شو:

"زما د اوږو بوج کم شو"

لطيف افریدی د عوامي نیشنل گوند مرکزي غړی، دتگلارې جوړونکی او د وکیلانو د څانگې مشر وو.

هغه وویل گوند ورته شوکاز ورکړی وو چې ده د گوند د امیدوار په ضد د خپل زوي لپاره کمپاین کولو.

د فاټا په پښتونخوا کې د ورگډیلو ورستو د جولاي په 20مه نیټه د صوباي اسمبلۍ انتخابات شوي وو چې د لطيف افریدی زوی دانش افریدی په کې اذاد امیدوار وو.

لطيف افريدي وي او ای ډیوه ته وویل داسې ښکاري گوند د اولس په زور نه د استخباراتي ادارو د سیوري لاندې تلل غواړي.

لطيف افريدي د خپل سیاسي مسقبل په حقله د یو تپوس په ځواب کې وویل چې ډېرې دروازې ورته پرانستې دي خو د ملگرو سره د صلاح ورستو به د خپل سیاسي مسقبل پریکړه کوي.

د ښاغلي افريدي د بینیادي رکنیت په ختمولو په ټولنيزو رسنیو غبرگون کې زیاتره کسان ناخوښه ښکاري خو بیا ځیني وايي د گوند د اصولو نه بالاتز څوک نه شي کیدلی.

مترقي لیکوال او د گوند خواخوږي ډاکټر تقي د لطیف افريدي د رکنیت په ختمولو په خپله تبصره کې ليکلي دي:

"لطيف افریدی د عوامي نیشنل گوند شریک بانی دی. هغه په 1986 کې د پاکستان نیشنل گوند د ېوې څانگې مشر وو چې د کيڼ پالو جوړخت گڼل کیدلو. هغه د گوند نه بیل شو او بیا د ای این پي د یوې بې لوثه ستنې او د وکیلانو د څانگې د مشر په توگه ملگری شو. د وکالت په سر یو وکيل ته سزا بې انصافي ده"

د ډاکټر تقي په خیال:

"لطیف ته د گوند نه گوند ته د لطيف حاجت دی"

حمید خان مسیزۍ نومې یو تن په فیس بک ليکي "دا کوم کورنی بدلون که بانديني زور دی چې په شخصیتونو ته محتاجه گوند کې یې ناقراري جوړه کړېده"

د عوامي نیشنل گوند یو ملاتړي لیکوال فیصل فاران په خپل فیس بک د لطيف افريدي د نوم لیکلو بغیر لیکي:

" څوک هم دگوند د تنظیمه بالاتر نه دی"

عوامي نیشنل گوند څو میاشتې د مخه خپل دوه نور مخوریز مشران افراسیاب خټک او بشرا گوهر هم د گوند نه وښکلي وو.

منتظر مومند نومې یو تن په فیسبک ليکي:

"زما په خیال ایمل ولي د باچاخان او د ولي خان د قافلې ملگري پخپله قافله کې ځان سره بوتلو ته تیار نه دي۔ او نه ئي ځان سره بوځي۔ داسي ډیرو به د گوند د دستور خلاف ورزي کړي وي خو لطیف لالا، افراسیاب خټک ، بشرا گوهر او محسن داوړ د پښتون زغورني غورځنگ په هلو ځلو کي حصه اخیسته نو ځکه ئي دا انجام شو"

د لطيف افريدي سره د وي او ای ډیوه خبریال ‏رحمان بونیري مرکه کړېده تاسو یې په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د عوامي نیشنل گوند نه په ویستلو سپین روبی سیاست وال لطيف افریدی وايي "ازاد لطيف زنده باد"