په خېبر پښتونخوا صوبه کې حکومت مخالفه گوند عوامي نیشنل پارټۍ د گرانۍ په ضد په پښتونخوا صوبه کې مظاهرې کړي دي.
د گوند مشرانو په بیلو بیلو ښارونو کې مظاهره چیانو ته ويلي دي په هیواد کې د تحریک انصاف د حکومت د ناسمو تگ لارو د لاسه خوراکي توکي گران شوي او اولس د ستونزو سره مخ دی.
د گوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان په چارسده کې وویل چې د گرانۍ د لاسه غریبه او میانه طبقه د سختو ستونزو سره مخ ده. هغه وویل:
" متوسطه طبقه په ختمیدلو ده"
د اسفدیار خان په خیال که متوسطه طبقه له منځه لاړه او د غریبو سره یو ځای شوه نو په دې ملک کې به انقلاب راشي.
د رپورټونو ترمخه په پاکستان کې نور گوندونه هم د حکو مت په ضد د مظاهرو پلانونه لري.
د تحریک انصاف د حکومت تر مخه د گرانۍ سبب د روپۍ ارزښت کمیدل دي چې علت یې د پخوانیو حکو متونو ناسمه تگ لارې دي.
نور تفصیل د حمیدالله په رپورټ کې اوریدلی شئ
Your browser doesn’t support HTML5