شاهي سید: په سیند صوبه کې مې د نوې لساني جگړې مخه ونيو له

د عوامي نیشنل گوند سند صوبې مشر شاهي سید دعوا کړېده چې په صوبه کې یې د نوي لساني جگړې مخه نیولې ده.

هغه د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل چې په سند کې د پښتنو په ضد د کار بندیز اعلان شوی وو.

سندي قام پرست گوند قومي عوامي تحریک په سند کې پښتنو په ضد د کاربندیز اعلان کړی وو. شاهي سید وویل که دغه کار بندیز شوې وې د ډېرو بدو پېښو او اړي گړي خطر وو.

شاهي سید ډیوه ته وویل:

"مونږ سندیانو ته خواست وکړو چې کاربندیز مه کوئ ددې نه نوې لساني جگړه جوړیدی شي"

تېره اونۍ په سوشل میدیا یو ویډیو فلم خپور شوې وو. په دغه ویډیو کې لیدل کیږي یو تن په وینو لړی پروت دی او گڼ خلق ورته ولاړ دي.

د ځاي خبریالانو تر مخه دغه د شوکې یوه پېښه وه چې د بنو یو پښتون سوداگر رحيم شاه پکې په مشکوک شوکمار ارشاد رانجهاني ډزې کړې وې. رانجاهني ورستو د پولیسو په ولقه کې ساه ورکړې وه. په رانجهاني تور وو چې هغه د رحیم شاه نه شوکه کوله.

ددې پېښې څو ورځې پس د سند صوبې په لاړکانه کې درې پښتانه په ډزو وژل شو.

د پښتنو د وژلو پېښه د نوډېرو پولیس تاڼې په علاقه کې شوې وه. وژل شوي کسان وحيدگل، رئيس خان او عارف گل د باجوړ ضلعې د خار تحصيل وو.

ددې درې واړو خواريکښو د وژنې په ضد په باجوړ کې احتجاج په څلورمه ورځ هم دوام لري.

په سيند صوبه کې د واکمن پاکستان پيپلز گوند مشر مشر بلاول بټو زرداري د خواريکښو وژنه په سخته غندلې او صوبايي حکومت ته يې په پېښه کې د ککړو کسانو نيولو امر کړی وو.

د باجوړ په پېښه کې ککړو کسانو په ضد تر اوسه مقدمه نه ده جوړه شوې .

د لاړکانې ضلعې د پوليس مشر (اېس اېس پي) مسعود بنگش وي او ای ډیوه ته په لېږلي پېغام کې ويلي په پېښه کې څه پرمختگ نه دی شوی.

د باجوړ احتجاج ته تیره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړي هم ورغلي او د غورځنگ مخکښې مشرې ثنا اعجاز احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې ويلي وو

"پښتنو په دې رياست کې کوم داسې جرم کړی چې هغه وژل کیږي که هغه پروفېسر دی، که هغه مزدورکار دی او که زده کوونکی دی".