د افغانستان سر ښار کابل کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یوه مدرسه ځانمرګي حمله کې د طالبانو یو ملا وژل شوي چې د وي او ای رپورټ وايي وژل شوی عالم د داعش وسله والې ډلې خلاف د شعله بیان تقریرونو دپاره مشهور و.
د طالبانو ترجمان بلال کريمي د "دښمن په بې رحمه حمله؛ کې د رحیم الله حقاني د وژل کېدو تصدیق وکړو.
په ټوېټرې خپل پېغام کې کریمي حقاني د " هېواد ستره هستي او علمی شخصیت" وبللو.
هرگز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشقثبت است بر جریدهٔ عالم دوام ماپه ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هیواد ستره هستي او علمي شخصیت شیخ صاحب رحیم الله حقاني د نامرده او نامراده دښمن په ناځوانمردانه حمله کې د شهادت لوړ مقام ته رسیدلی، انالله و انا الیه راجعون. pic.twitter.com/hg1wFBzr1N
— Bilal Karimi(بلال کریمي) (@BilalKarimi21) August 11, 2022
رپورټونه وایي په حقاني حمله کونکي ځانمرګي چې مخکې یوه پښه بېللی وه، په مصنوعي پښه کې چاودېدونکي مواد پټ کړي وو.
طالبانو ویلي د حملې په اړه یې تحقیقات شروع کړي دي خو لا یې مسولیت د منل کېدو په اړه څه نه دي وېل شوي.
حقاني به په خپلو تقریرونو کې د داعش خراسان ډلې مخالفت کولو.
په حقاني په پاکستان کې هم حمله شوي وه خو هغه پکې ژوندی پاتې شوی و. هغه د خېبرپښتونخوا په اکوړي کلي کې د د دارالعلوم حقانیه نه علم ترلاسه کړی و او په دې نسبت نوم سره حقاني لیکلو.
په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش په هېواد کې د ګڼ شمېر حملو مسولیت منلی او په زیاترو حملو کې د شعیه ټونلې هدفونه په نخښه شوي دي.