رپورټ: په اوکراین د روس یرغل د روس او په نړیوال اقتصاد بد اثرات لري

څېړونکي وايي په داسې حال کې چې په اوکراین کې بندرونه، هوايي اډې او د رېل ګاډو حرکت بند شوی او د ملک ځوانان د روس خلاف په جنګ کې ښکیل شوي دي نو څوک به فصلونه لو کوي او نورو ځایونو ته به یې انتقالوي؟

په اوکراین د مسکو یرغل نه یوازې د ولسمشر ولادمیرپوتین د روس بلکې د نړۍ د اقتصاد دپاره بد اثرات لري.

دا خبره اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې په یو رپورټ کې کړې ده چې وايي په اوکراین کې جنګ د نړیوال اقتصاد دپاره خطرناک اثرات لري، د ونډو بازارونه به په منفي ډول متاثره کړي او په يورپ کې د ازبک کارکوونکي نه واخلي په یمن کې د لوږې سره مخامخ د کورینو ژوندونه به نور هم ګران کړي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي په اوکراین د روس د یرغل نه وړاندې هم نړیوال اقتصاد د فشار سره مخامخ و، ګراني زیاته وه، د طلب او رسد ترمنځ خلیج دی او په سټاک مارکېټونو کې غیر یقیني حالات وو.

رپورټ وايي د اوکراین کړکېچ دغه مسایل نور زیات او حل یې نور زیات پېچیده کړو.

د نړیوالو بېنکونو تجارتي ادارې انسټېټیوټ اف انټرنېشنل فاینېنس مشر کلی لوري ای پي ته وویل په نړیوال اقتصاد

په اوکراین د یرغل د اثراتو کره اټکل په موجوده وخت کې نشي کېدلی.

رپورټ وايي که په موجوده وخت کې په نړیوال اقتصاد د اوکراین د کړکېچ زیات بد اثرات نسبتاً زیات لیدل کېږي نو د دې سبب دا هم دی روس او اوکراین قوي اقتصادي ملکونه نه دي.

د دواړو ملکونو لوی برامدات تېل او د تاوانای مصنوعات دي.

روس نورو ملکونو ته تېل او قدرتي ګېس برامد کوي د تېلو قیمتونه زیاتېدل به ای پي وايي نړیوال اقتصاد ته زیان ورسوي.

يورپ د قدرتي ګېس 40 فیصد او د تېلو 25 فیصد ضرورت د دې توګه په روسي برامداتو پوره کوي.

د ای پي ترمخه په اوکراین د روس یرغل د براعظم يورپ دپاره د افراط زر او د اقتصادي بدحالۍ خطر زیات کړی دی.

په اوکراین د یرغل په ځواب کې د امریکې په شمول مغربي ملکونو د مسکو په ضد اقتصادي پابندۍ لګولي دي چې ای پي وايي‌ د روش په شان لوی اقتصاد دپاره غېر معمولي او سخت بندیزونه دي.

د دغو بندیزونو له امله یو شمېر لوی روسي بېنکونه په نړیواله کچه د پېسو د ادایګۍ د سوېفټ نومې نظام نه بهر کړی شوي دي، روس ته د جدید ټېکنالوجۍ برامدات او د روس د زرمبادله استعمال محدود کړی شوی دی.

د ای پی د رپورټ ترمخه د بندیزونو په نتېجه کې د روس روبل نومې کرنسي په تاریخي کچه ټېټي درجې ته وغورځېدله.

ای پي وايي په اوکراین د روس د یرغل نه پس د قدرتي ګېس په قیمت کې 20 فیصد اضافه شوي ده او د تېر کال د شروع نه پس دا وخت د ګېس قیمت شپږ چنده زیات شوی. د دې له امله د کورنۍ د ګېس په بل کې د وړاندې په مقابل کې زیاتې پېسې ورکوي.

روس د دنیا د غنمو 30 فیصد، د جوارو 19 فیصد او د لمر پرست د تېلو 80 فیصد برامدات کوي چې زیاتره د یمن او لېبیا په شان د کم امدن او د امنیت به لحاظ د بې ثباتۍ ښکار ملکونو ته لیږل کېږي.

ای پي وايي په ختیځ اوکراین کې زراعتي ځمکو ته د خطر او د تور سمند دلارې د برامداتو په لاره کې د خنډانو له امله د سیمې نه نورو ملکونو ته د خوراکي شیانو برامدات کمېدلی شي او هغه هم په داسې حال کې چې د 2011 راهسې د خوراکي شیانو بېعې زیاتې شوي دي او ځیني ملکونه د خوراک د کمي سره مخامخ دي.

څېړونکي وايي په داسې حال کې چې په اوکراین کې بندرونه، هوايي اډې او د رېل ګاډو حرکت بند شوی او د ملک ځوانان د روس خلاف په جنګ کې ښکیل شوي دي نو څوک به فصلونه لو کوي او نورو ځایونو ته به یې انتقالوي؟