د منځني ختیځ، یورپي ټولنې او ترکیې اعلی سفارتکارانو او استازو د یکشنبې- اتوار په ورځ "د شام په اړه د ریاض غونډه" تر سرلیک لاندې د سعودي عرب په سرښار ریاض کې غونډه کې ګډون کړی چې پکې یې د شام د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د تېر کال د دسمبر پر اتمه چې د یوې یاغي ډلې په لاس د بشارالاسد حکومت ختم شوی نړیوال قوتونه له هغه را وروسته پر دغه هېواد د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو او پکې د بشپړې ارامۍ راوستلو لپاره هڅې کوي.
څېړونکي وايي سعودي عرب هڅه کوي چې په شام کې خپل اغېز زیات کړي. یو سعودي چارواکي اې ایف پي ته وویل، د شام د ملاتړ لپاره به اول د عربي هېوادونو چارواکي په یوه غونډه کې خبرې وکړي او وروسته به د ترکیې، فرانس، یورپي ټولنې او ملګرو ملتونو د استازو په ګډون په بله لویه غونډه کې ورباندې بحث وکړي.
د شام نوی مشر احمد الشرع پر دې هېواد د لګېدلو بندیزونو په کمولو باندې ټینګار کوي او د خپلې ادارې په استازیتوب یې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني د ریاض په غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عرب ته استولی دی.
د امریکې او یورپي اتحاد په ګډون لوېدیځو قدرتونو په 2011م کال کې هغه وخت پر شام بندیزیونه ولګول چې د بشارالاسد د حکومت په ضد لاریونونه په ظالمانه توګه وځپل شول او په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې د پیلېدو سبب شو.
په شام کې د څه باندې دیارلس کلنې کورنۍ جګړې له امله څه باندې پینځه لکه وګړي وژل شوي، د دې هېواد مهمې اډاڼې ویجاړې شوې، خلک یې بې وزله شوي او په میلینونو له خپل هېواده ګاونډیو هېوادونو ته کډه کېدو ته مجبوره شوي دي.
د امریکې د خزانې وزارت د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ وویل، پر شام به د هغو لګېدلو بندیزونو په برخه کې اسانتیاوې راولي چې له امله یې د دې هېواد د انرجۍ او حفظانِ صحت په شان مهم کارونه اغېزمن شوي دي.
د یورپي ټولنې د بهرنیو چارو او امینتي پالیسۍ مشرې د ریاض تر غونډې مخکې وویل، د یورپي اتحاد د بهرنیو چارو وزیران به د جنورۍ په پای کې سره ویني چې د شام خلاف د بندیزونو د لرې کولو په اړه بحث وکړي.
د یورپي اتحاد د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ مشرې کاجا کلاس وویل، د بهرنیو چارو وزیران به د جنوري په 27مه په بروکسل کې غونډه وکړي او پرېکړه به وکړي چې څنګه د 27 هیوادونو دا بلاک په شام باندې بندیزونه نرم کړي.
خو مېرمن کلاس وویل، د بندیزونو د کمولو لپاره د یورپي اتحاد هر ډول پرېکړه به د شام د نوې ادارې د حکومتدارۍ په چلند پورې اړه ولري، چې باید د ملک "مختلفې ډلې" او ښځې پکې شاملې وي او "هیڅ توندروي" پکې شامله نه وي:
"که موږ ووینو چې پرمختګونه سم لوري ته روان دي، موږ تیار یو چې راتلونکي ګامونه واخلو، که موږ ووینو چې دوی پر سم لوري ته نه ځي، نو موږ به بیرته د شا په خوا حرکت وکړو."
د غونډې له ختمېدو وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود خبري غونډې ته وویل، "په شام باندې د لګول شوو یو اړخیزو او د ملګرو ملتونو د بندیزونه دوام به د شام د خلکو د پرمختګ هیلې له خنډ سره مخ کړي".
د یکشنبې- اتوار د ورځې کانفرنس د لوېدیځ او سیمه ییزو هېوادونو د مشرانو لومړۍ غونډه چې د بشارالاسد له لرې کېدو راهیسې شوې او سعودي عرب یې کوربه توب کړی دی.
یادونه: د رپوټ معلومات له اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.