د پاکستان په خېبر پښتونخوا صوبه کې په دوؤ ورځو کې دننه د ترهګرئ په بیلابیلو پېښو کې د ۱۰ امنیتي عسکرو په ګډون د ۲۸ؤ کسانو وژنې د صوبې په امنیتي وضعه پوښتنې راولاړې کړې دي.
څېړونکي وایي په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو له لوري د ترهګرو په ضد عملیاتو کې چټکتیا راوستل شوې چې له هغې وروسته اوس ترهګرې ډلې هم د سترو بریدونو هڅه کوي.
څېړونکي په دې اند دي چې له هر پوځي اپرېشن وروسته تندلاري په نور زیات قوت سره مخې ته راغلي دي.
د ګل- دوشنبې په ورځ د پښتونخوا په بنو چاوڼې یو ترهګریز برید شوی ؤ چې پوځ په دې برید کې د اتوؤ عسکرو وژنه تایید کړې اؤ دعوه یې کړې ده چې ۱۰ ترهګر یې هم وژلي.
پوځ پخپل بیان کې ددې برید پړه نیغ په نیغه د پاکستاني طالبانو په حافظ ګل بهادر ډله ور اړولې ده.
پاکستان په دې پېښه په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت ته احتجاج کړی اؤ په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت مرستیال چار سمبالی یا ناظم الامور خارجه دفتر ته غوښتل شوی اؤ په دې پېښه ورته احتجاجي چیټۍ یا مراسله سپارل شوې ده.
د طالبانو حکومت لا د بنو په پېښه د پاکستان احتجاج ته څه غبرګون نه دی ښودلی.
په یوه بله پېښه کې اوړمه ورځ د ډيره اسماعیل خان سره نزدې په یو کلیوال روغتیایي مرکز شوي برید کې د دوؤ ماشومانو اؤ دوؤ مېرمنو په ګډون پینځه کسان وژل شوي وؤ.
د پوځ د دعوې له مخې په ځوابي کارروایۍ کې دوه پوځیان اؤ درې ترهګر هم وژل شوي وؤ.
دا پېښې په داسې مهال مخې ته راغلي چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د عزم استحکام په نوم د نوؤ پوځي عملیاتو د پېل کولو منطوري ورکړې ده خو په خېبر پښتونخوا کې سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنو ددې عملیاتو په کلکه مخالفت کړی اؤ د دې په ضد احتجاجونه هم شوي دي.
د امنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال اؤ څېړونکی داؤد خټک وایي ، دا حقیقت دی چې معاملې په مذاکراتو نه حل کیږي نو بیا پوځي عملیات یوازینۍ لاره پاتې کیږي .
خو هغه وایي چې د طاقت په استعمال سره بیا هم سل په سله پایلې نه شي ترلاسه کیدای.
امریکا غږ اردو سره خبرو کې هغه ویلي چې تر دې وړاندې هم پوځ د ترهګرو په ضد یو شمیر عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې د کامیابۍ دعوې هم شوي خو د دغو دعوؤ سر بېره هم ترهګرې ډلې سر راپورته کوي.
هغه وایي پاکستان څخه د ترهګرۍ د نوغي ویستلو لپاره یوه کوټلې اؤ ګټوره تګلاره وجود نه لري.
د داؤد خټک په خبره، که وکتل شي نو په تېرو دوؤ لسیزو کې په باجوړ، مومند، خېبر، اورکزو، کورمه ، جنوبي اؤ شمالي وزیرستان کې ګڼ شمیر عملیات شوي اؤ په دې عملیاتو کې د سیمې خلک ډير زیات اغېرمن شوي هم دي.
نوموړی وایي ددې عملیاتو په نتیجه کې ځایي خلک د خپلو کورونو ، مالونو، څارویو، د بچو د تعلیم اؤ حتی له هر څه محروم شوي همدا لامل دی چې نن د پوځي عملیاتو په ضد غږ پورته کیږي.
داؤد خټک وایي که تېرو وختونو ته نظر واچول شي نو تندروه مشران نیک محمد، بیت الله مسید،حکیم الله مسید، ملا فضل الله، خالد سجنا اؤ داسې نور په امریکایي ډرون بریدونو کې وژل شوي اؤ دا خلک د پاکستان د پوځي عملیاتو نه خوندي وتلي وؤ.
د داؤد خټک په خبره ، همدا لامل دی چې خلک په پوځي عملیاتو پوښتنې راولاړوي.
د حافظ ګل بهادر ډله څومره پیاوړې ده؟
د داؤد خټک په وینا د ضرب عضب عملیاتو نه مخکې د حافظ ګل بهادر ډله هم د پاکستان د سیکیورټي اسټیبلشمنټ لپاره ګواښ نه ؤ دا ډله هم په غوره طالبانو کې شمیرل کېده.
هغه وایي حافظ ګل بهارد پخپله سیمه کې زیات اثر رسوخ لرلو اؤ هغه د القاعده اؤ د سیمې نورو تندروه ډلو سره اړیکې درلودې خو وایي کله چې د ضرب عضب عملیاتو نه وروسته د هغه د ډلې وسله وال هم افغانستان ته لاړل نو هلته یې د ټي ټي پي سره نزدیکت سیوا شو اؤ د دواړو ډلو اهداف هم شریک شول.
هغه زیاتوي چې د حافظ ګل بهادر ډله د القاعده په طرز عملیات کوي یعني په یو ځای کې د کارروایۍ په مهال وړومبی ځانمرګي برید وکړي اؤ بیا خپل وسله وال دننه کړي چې مقصد یې مخالف فریق ته زیات نه زیات زیان رسول وي.
د پاکستان د دفاع پخوانی سکتر لیفټننټ جنرال(ر) اصف یاسین وایي دهغه په دوره کې چې څومره پوځي عملیات شوي وؤ هغې ته ولسي ملاتړ ترلاسه ؤ همدا لامل دی چې نتیجې یې هم ورکړې وې.
جنرال اصف یاسین د پېښور کور کمانډر هم پاتې شوی ؤ اؤ د افغانستان د پولې سره د لګیدلو ټولو قبایلي سیمو څارنه د هغه په ماموریت کې شامله وه.
امریکا غږ سره خبرو کې هغه وایي د پوځ کار یوازې جنګیدل وي ځکه نو په هره سیمه کې له پوځي عملیاتو وړاندې د هغه ځای خلک په اعتماد کې اخستل د حکومت ذمه واري وي.