د پاکستان پوځ یو برگیډئیر چې راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې پرځائې کړی شوی وو د غیر قانونه گرځول شوې تنظیم حزب التحریر سره تعلق لرلو په الزام نیول شوی دی.
د پاکستان پوځ ترجمان میجر جنرل اطهر عباس وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ددې خبرې تصدیق کړی چې برگیډئیر علي خان نیولی شوی دی او په دې لړ کې نور ِتحقیقات روان دي.
حزب التحریر تنظیم په کال ١٩٥٣ کې د فلسطین یو عالم تقي الدین النبهاني جوړ کړی دی او هدف يي ټوله اسلامي نړۍ د یو خلافت د لاندې یوځائې کول دي. تجزیه کار وائي حزب التحریر د نړۍ په ۴٠ هیوادونو کې وجود لري او زیات فعالیت يي په برطانیه کې دی.
امریکا او پاکستان حزب التحریر غیر قانونه تنظیم گرځولی دی. تنظیم ترهگرۍ کې د ککړتوب الزامات ردوي.
د برگیډئیر علي خان د نیول کیدو په حقله د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال صداقت جان د پاکستان پوځ ترجمان میجر جنرل اطهر عباس سره مرکه تاسو دلته اوریدی شۍ: