ای پي: 75 کاله وروسته هند د کشمیر په اړه تګلاره بدله کړې

د هند د پوځ پخوانی افسر لېفټېننټ جنرل ډي ايس هوډا چې په کشمير او لداخ کې يې د ځواکونو کمانډ کړی وايي د ايشيا د نور قوي کېدونکي اقتصادي طاقت هند د خارجه پاليسۍ مرکز اوس چين ګرځېدلی دی

د لسيزو راهسې هند په کشمیر کې د پاکستان د مخه نیولو کوښښونه کړي دي. د دردونکي ښکلا دغه سیمه د دواړو ملکونو ترمنځ وېشل شوي خو دواړه پې د ملکیت دعوه کوي.

برطانوي راج نه د هندوستان او پاکستان د ازادۍ د ۷۵ کلونو په مناسبت اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي د کشمیر په سر د یوې داسې شخړې له امله چې یو ملک ترې هم نه په شا کېږي، پاکستان د هند د خارجه پاليسۍ مرکز جوړ شوی دی.

رپورټ وايي په تېرو دوو کالونو کې د کله نه چې د هندي او چيني ځواکونو د کشمير په لداخ سيمه کې خونړۍ پېښه شوې د نوي ډيلي د چارواکو پام د بيجينګ په طرف اړولی دا بدلون د هند د ازادۍ په 75 کاله تاريخ کې په وړومبي ځل ليدل کيږي.

د هند د پوځ پخوانی افسر لېفټېننټ جنرل ډي ايس هوډا چې په کشمير او لداخ کې يې د ځواکونو کمانډ کړی وايي د ايشيا د نور قوي کېدونکي اقتصادي طاقت هند د خارجه پاليسۍ مرکز اوس چين ګرځېدلی دی.

ای پي وايي په 1947 کې برطانيي نه د هند او پاکستان د ازادۍ وروسته کشمير تر اوسه يواځې ګډ وډی، کاربندېزونه او سياسي اړی ګړی ليدلی او د پاکستان او چين سره د هند په څلورو جنګونو کې د دوو لامل کشمير و د درېواړو ايټمي ملکونو ترمنځ د انديښنې وړ بريد ګرځېدلی دی.

د هند د خارجه چارو پخوانۍ سېکرټري کنول سېبل وايي “کشمير په يوه حواله زمونږ د خارجه پالېسۍ مرکزي نقطه وه”. خو اوس په لداخ کې د هند او چين تر منځ د پولې په ځای کولو تاو تريخوالی جوړ شوی او د دواړو هېوادونو تر منځ د 17 سفارتي او پوځي ليدنو کتنو د پاسه هم لا څه نتيجه نه لري.

هندي پخوانی پوځي افسر جنرل هوډا وايي د لسيزو راهسې هند ګڼل چين ورته کوم پوځي خطر نه دی خو ولې دغه اندازه په کال 2020 کې بې تولې شوه ځکه چې د قراقرم په غرونو کې پرتې د لداخ د ګلوان دره کې د دواړو پوځي ځواکونو تر منځ جګړه وشوه.

دا جګړه د نرېندرا مودي د حکومت د هغې پرېکړې چې کال مخکې يې کړې وه شوې ده چې پکې د کشمير د نيم خودمختاره رياست حيثيت تروړل شوی و او ياده سيمه يې په دوو مرکزي انتظامي برخو يعنې لداخ او جمو کشمير وېشلې وه.

پاکستان د هند پرېکړې ته تند غبرګون ښودلی و او ويلي يې وو کشمير يوه نږيواله شخړه ده او هند په خپل سر د دې په اړه کوم بدلون نه شي کولی ځکه چې دا د نړيوالو قوانينو او د ملګري ملتونو د قراردادونو خلاف عمل دی.

هند وايي دا فقط انتظامي بدلون دی خو څېړونکي وايي د دې سره سره کشميريان د مزکې د نيکني حق او د کشمير خلک په ځايي نوکرو د وړومبي حق اخستلو نه محروم کړل شوي.

یادونه: د دي معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي