سوډان کې پوځي کودېتا نه وروسته د احتجاجونو په مهال لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي

عبدالله همدوک

په سوډان کې د سوېلین حکومت په ضد د پوځ د کوېتا نه وروسته شروع شویو احتجاجونو کې لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي دي او د لرې کړی شوي حکومت خارجه وزیر ویلي وزیراعظم عبدالله همدوک او د هغه د کابېنې غړي په نامعلومه ځای کې بندي کړی شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د وېستل شوي حکومت خارجه وزیر د اطلاعاتو وزارت په فېس بک پاڼه وویل د عبدالله همدوک او د هغه د کابېنې غړو درک نه معلومېږي.

رویټرز وايي داسې ښکاري چې د اطلاعاتو وزارت اوس هم د سوېلین حکومت په لاسو کې دی چې د ګل، دوشنبې، په ورځ د پوځي کوېتا نه په وروسته حالاتو بیانونه ورکوي.

د سوډان د پوځ مشر جنرل عبدل فتح برهان په ملک کې بېړنی حال په ځای کړی دی او د پوځ او سوېلین حکومت په اشتراک موقتي انتظامي شورا یا کونسل یې تحلیل کړی دی. دغه کاونسل د تېرو دریو کلونو راهسې د ملک انتظام چلوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په سوډان کې سړکونه تړل شوي وو، دوکانونه او د ټېلې فون نظام بند و او د جوماتونو نه په لاوډ سپېکرو د احتجاجونو غوښتنه کېدله.

رویټرز په خپل رپورټ‌ کې وايي کودېتا نه وروسته شروع شویو مظاهرو کې لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي دي. رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د سرښار خرطوم د پاسه په اسمان کې ټایرونو ته د احتجاج کوونکو د اورونو دلاسه لوګي لېدل کېدل او په ښار کې د ژوند څرخ په لارو کوڅو کې د عسکرو او د احتجاج کوونکو د ځنډانو له امله په ټپه ولاړ و.

د سیاسي فعالانو یو تنظیم د سوډنیز پروفېشنلز اېسوسي اېشن چې د سوډان پخواني امر عمر البشیر په ضد یې احتجاجونه شروع کړي وو چې بالاخر یې د هغه حکومت نسکور کړو، د پوځي کودېتا خلاف د کاربندیز غږ کړی دی.

ملګرو ملتونو او مغربي ملکونو په سوډان کې د پوخي بغاوت غندنن کړې، د سوېلین حکومت مشرانو د ازادېدو غوښتنه یې کړې او سوډان سره یې د اقتصادي مرستو د تړلو دړکه کړې ده. رویټرز وايي د اقتصادي بدحالې مخنیوي دپاره سوډان خارجي امداد ته اړتیا لري.

امریکې اعلان کړی چې سوډان ته د اووه شوه مېلین ډالرو بېړنی امداد یې ځنډولی دی.

د رویټرز ترمخه نو ابادیاتي نظام د ختمېدو وروسته په سوډان زیاتره پوځ حکومت کړی چې اکثر واک د کودېتا دلارې ترلاسه کوي.

د پخواني امر عمر البشیر په واکمنۍ کې امریکې سوډان د ترهګرو ملاتړ کوونکو ملکونو په فهرست کې شامل کړی و ځکه چې د نونسوه نوي په لسیزه کې یې د القاعده پخواني مشر اوسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه. د جنګي جرمونو په الزام عمر البشیر انټرنېشنل کرېمېنل کورټ ته مطلوب دی.

د 2019 راهسې وزیراعظم عبدلله همدوک او د پوځ او سوېلین حکومت مشترکه شورا د سوډان انتظام چلولو. د عبدالله همدوک په ضد کودېتا په داسې حال کې شوي سوډان په 2023 کې عامو انتخاباتو دپاره تیاری کولو.